طرزالعمل

د ازموینې کړنلاره

لومړۍ مرحله:

۱- د ازموینې کمېټې مسوول تر مستقیم اثر لاندې کار کول ( د ستونزو حل، هدایت او مشورې مستقیماً د کمېټې له مسوول سره شریکول).

۲ –  د لوړوزده کړو وزارت د ازموینې ټولو لوایحو مطابق عمل تر سره کول.

۳-  د ازموینې کمېټې ټول محرم اسناد په پوره امانت داری ساتل، د ازموینې ټول سري مسایل کاملاُ خوندي ساتل.

۴ – له هرې ازموینې مخکې د اقتصاد پوهنځي محصلانو لپاره د انګلیسي ځوابپاڼو او نورو پوهنځیو محصلانو لپاره د پښتو ځواب پاڼو شمېر برابر ول د نه موجودیت په صورت کې PRF کول. همدارنګه د ازموینې لپاره نور اړین توکي (سپینې پاڼې، کوچني او غټ پاکټونه، شنه قلمونه، سره قلمونه، سلېښت، سپین رنګ، سټپلرې او ستنې) برابرول.

۵- د ازموینې له پیل څخه یوه اونۍ وړاندې د ازموینې وړ محصلانو لیست د کمیټې مسؤل څځه تر لاسه کول.

۶- د سوالونو خوندي ساتلو په هکله هر اړخیز منظم  تدابیر نیول.

دويمه مرحله:

۷- دوه اونۍ وړاندې ټولو پوهنځیو ته د سوالونو په هکله رسمي اطلاعیه ورکول.

۸- د سوالونو له تسلیمۍ څخه مخکې د اجرائیوی شورا له پرېکړې (سوالونه د استاد له لوري لیکل، چاپ او لاسليک کول بیا د پوهنځي د رئيس له لوري امضا کول او کمیټې ته يې سپارل) سره سم تسلیمول.

۹- سوالونو پخپله چاپول غیر مسؤل شخص ته د سوالونو کتلو یا چاپ حق نه ورکول.

۱۰- د سوالونو له چاپ څخه مخکې د ازموینې تقیسم اوقات سره په دقیق ډول تطبیقول او د کمېټې له مسؤل څخه یو ځل تائیدول.

۱۱- د سوالونو له چاپ څخه مخکې د ټولو پوهنځیو د هر صنف دقیق تعداد، د پوهنځیو په تائید سره تر لاسه کول او د هغه مطابق سوالونه چاپول او د ازموینې حاضري ورسره په یو منظم پاکټ کې اېښودل چې پر پاکټ د ټولګي نوم، تعداد، ممیز، ممتحن، نېټه او د ازموینې نوم لیکل شوی وي او ټاکل شوي استاد/ممیز ته يې تسلیمول.

۱۲- سوالونه له هرې ازموینې څخه ۱۰ دقیقې مخکې کمپیوټر لیب ته وړل او د ټاکل شوي فورم له مخې د هر پوهنځي استادانو ته ورکول.

۱۲- د هرې ورځې ازموینې له پای څخه وروسته د ازموینې حاضري له پارچو سره تطبیقول او د ټېک مارک علامې کتل له صحت څخه وروسته د مربوطه مضمون شقه په پاکټ کې له پارچو سره اېښودل او د پارچو د کتلو لپاره د مضمون اړوند استاد ته په شمېر او د پاکټ پر پوښ لاسلیک څخه وروسته ورکول او د ټاکلې ورځې په نښه کول.

۱۳- د هرې ورځې په ازموینه کې که چېرې کومه پارچه کمه وي، مربوطه استاد کمېټې ته مسؤل دی نوموړې ستونزه له وخت سره سمه باید حل شي.

درېیمه مرحله:

۱۴- د پارچو تر کتلو وروسته له استاد څخه پارچې د حاضرۍ مطابق تسليمېدل.

  • د هر مضمون هر سوال ته ورکړل شوې نمرې باید د ځوابپاڼې په مخ کې د سوالونو شمېر سره سم رسول شوې وي، د اخیستل شويو نمرو مجموعه له ټولو نمرو څخه باید ولیکل شي او استاد یې لاسلیک کړي.
  • له استاد څخه شقې باید پاکې او صفا پرته له قلم خورده ګۍ او چټلۍ څخه تسلیم شي.

۱۵- د پارچو له ټاکل شوې پروسې وروسته د نوموړې پارچې په رسمي ډول نتایجو څانګې ته تسلیمول.

د ازموينې تګلاره

۱-  له پوهنځیو څخه د سوالونو د تسلیمۍ لپاره واضحه تګلاره جوړول او له پوهنځیوسره یې شریکول.

  • د ازموینې له ټاکل شوې نېټې څخه درې اونۍ مخکې اړوندو پوهنځیو ته د سوالونو د جوړېدو خبر ورکول، ترڅو د دوو اونیو په موده کې سوالونه ازموینې کمېټې ته تسلیم کړي.
  • د سوالونو له تسلیمۍ څخه یوه اونۍ مخکې باید د اړوندو پوهنځیو تدریسي مدیران د ازموینې مهالوېش ازموینې کمېټې ته وسپاري.
  • د سوالونو له تسلیمۍ څخه یوه اونۍ مخکې باید د اړوندو پوهنځیو تدریسي مدیران د هر صنف د محصلانو دقیق تعداد د پوهنځیو په تايید سره ازموینې کمېټې ته وسپاري.

۲-  د سوالونو د معیاري کولو پروسې لپاره خپل وړاندیزونه د ازموینې کمېټې مسؤل سره شریکول.

  • د سوالونو بانک جوړول.
  • د سوالونو لپاره یو رسمي فارمټ جوړول.
  • د سوالونو د املایي غلطۍ لپاره ترتیب جوړول.
  • د سوالونو تسلیمول، د اړوند پوهنځي رئیس، تدریسي مدیر يا له نورو اشخاصو څخه باید تسلیم نشي.
  • سوالونه باید د پوهنځي رئیس او تدریسي مدیر چېک کړي او د پوهنځي رئیس له لاسلیک او مهر څخه ورسته د پوهنځي د ازموینې کمېټې له لارې، ازموینې څانګې ته تسلیم شي.
  • د ازموینې مسؤل باید د سوالونو د تسلیمولو په وخت کې سوالونه په ډېر دقت سره د ازموینې د مهالوېش مطابق تسلیم کړي.

۳-  د سوالونو د د قیق چاپ او خونديتوب لپاره ښه میکانیزم جوړول.

  • د ازموینې سوالونه باید له ازموینې څخه یوه اونۍ مخکې د چاپ مسؤل ته تسلیم شي، ترڅو د ازموینې د چاپ مسؤل سوالونه د اړوندو پوهنځیو د مهالوېش مطابق ترتیب او تقسیمات کړي او د هرې ورځې سوالونه په فایل کې بېل خوندي وساتل شي.
  • سوالونه باید د کلاسونو د احصايې مطابق دقیق چاپ شي.
  • سوالونه له چاپ څخه ورسته د اړوندو پوهنځیو د کلاسونو د مهالوېش مطابق په پاکټنوکې له شقو او حاضریانو سره واچول شي او په بکس کې خوندي وساتل شي.
  • د ازموینې په جریان کې محصلان او اداري کارکوونکي باید چاپ خونې ته داخل نشي، ترڅو سوالونه په خوندي ډول چاپ او وساتل شي.
  • سوالونه باید له ازموینې څخه یوه ورځ مخکې چاپ شي.