Home / ازموينې / نهايي ازموينه

نهايي ازموينه

نهايي ازموینې:
کله چې سمستر پای ته ورسېږي (16 اونۍ بشپړې شي) نوموړې ازموینه اخیستل کېږي.
– له ازموینې څخه یوه اونۍ وړاندې مهال وېش، د ازموینې ځای او محرومانو لیست د محصل د یوزر له لارې په انلاین ډول اعلانېږي.
– په کریډیټ سیستم کې د هر مضمون د ګډون شرایط 75٪ سلنه حاضري او د سمستر د ازموینې د ګډون شرایط د کریډیټونو نصف مجموعه پوره کول دي.
– له ازموینې څخه مخکې د مالي حساباتو د تصفيې فورم له ځان سره لرل لازمي دي.
– سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د امتحاناتو لایحې مطابق په تشریحي، څلور ځوابه، صحیح او غلط او خانه خالي په ډول جوړېږي.
– د ازموینې پر وخت محصل یواځې اړین توکې ( قلم، پنسل، حساب ماشین او هندسي بکس) له ځان سره راوړي. د ازموینې پوښتنپاڼه او ځواب پاڼه د پوهنتون له خوا ورکول کېږي.
– نوموړې ازموینه 60 نمرې لري، 10 نمرې د صفني فعالیت او 10 نمرې د کورنۍ دندې دي. 20 نمرې د منځنۍ ازموینې دي چې مجموعاً 100 نمرې کېږي. په هر مضمون کې د بریالي توب نمرې 55 دي.
– د مضامینو نتیجه حد اکثر درې ورځې وروسته د محصل د پورټل له لارې په انلاین ډول اعلانېږي.
– د نتایجو اړوند عرایض درې ټاکل شوې ورځې لري چې د محصل د پورټل له لارې اعلانېږي.
– د نتایجو له بیاکتنې څخه یوه اونۍ وروسته سکالرشیپ څانګې ته د ټولګي، پوهنځي او د پوهنتون پر سطحه اول، دويم او درېیم نمره ګانو لیستونه ورکول کېږي او دسکالرشیپ د پالیسۍ مطابق خپل امتیاز ترلاسه کوي.