Home / ازموينې / چانس ازموينه

چانس ازموينه

دويم چانس ازموینه:

دويم چانس ازموینه چې د معذرتي ازموینې په نامه هم یادېږي، د لومړي چانس ازموینې د پايلو تر اعلان وروسته اخیستل کېږي.

د ګډون شرایط:

۱- هغه محصل په دويم چانس ازموینه کې ګډون کولای شي چې د لومړي چانس په ازموینه کې نصف کریډیټ پوره کړي او په یو یا څو مضمونونو کې ناکام، محروم یا غایب وي.

۲- که چېرې په  لومړي چانس ازموینه کې د کوم شرعي او معقول عذر له امله ګډون ونشي کړای د معتبرو او مؤثقو اسناد په موجودیت، د دويم چانس فورم له طی مراحل څخه وروسته ګډون کولای شي.

۳- هغه فارغ چې کوم مضمون پرې باقي پاتې وي، د دويم چانس فورم له طی مراحل څخه وروسته په ازموینه کې ګډون کولای شي.

دويم چانس ازموینه د ۹۰ نمرو له قراره اخیستل کېږي او د بریالیتوب نمرې ۵۵ دی. ۹ سوالونه لري او د سوالونو ډول څلورځوابه، صحیح او غلط، خانه خالي او تشریحي وي.

دويم چانس ازموینه له مهال وېش سره سم هره ورځ وي. په ورځني ډول يې نتایج اعلانېږي.