Home / ازموينې / کانکور

کانکور

کانکور ازموینه:

کانکور ازموینه د شمولیت ازموینې په نامه هم یادېږي د دې ازموینې له بریالیتوب څخه وروسته نوماند محصل کولای شي چې خپلې لوړې زده کړې په الفلاح پوهنتون کې پيل کړي.

– د کانکور ازموینه په هر تحصلي کال کې دوه ځلي اخیستل کېږي.

۱- حوت میاشت

۲- سنبله میاشت

– د دولسم ټولګیو فارغانو لپاره سوالونه د الفلاح پوهنتون د استادانو د مسلکي کمېټې له لوري او د لوړوزده کړو وزارت د ټاکل شوي هئیت په همغږۍ سره د لېسې دورې د لسم، یوولسم او دولسمو ټولګیو له مضامینو څخه جوړېږي چې سل سوالونه وي او هر سوال یوه نمره لري.

– د څوارلسم پاسانو سوالونه د هرې څانګې (شرعیات، اقتصاد او انجینری) لپاره جلاجلا جوړېږي او د بریالیتوب نمرې 60 دي.

– د ازموینې له پای ته رسېدو وروسته د کانکور ګډونوالو حاضریانې د لوړوزده کړو وزارت له لوري د ټاکل شوي هئيت تر لاسلیک او تائید وروسته لوړو زده کړو وزارت ته لېږل کېږي.

– له ازموینې څخه یوه اونۍ وروسته د پوهنتون په داخلي نوټس بورډ کې نتایج اعلانېږي.


د ۱۳۹۷ ل ل کال خزاني سمسټر  لپاره  د عمومي او متفرقه کانکور  د ۱۵ مې دورې ازموينو پايلې دلته وګورئ:

۱ – د عمومي کانکور پايلې:

Batch 15 Kankor Result

۲- د متفرقه کانکور پايلې:

پنځلسم دور متفرقه نتایج