Home / الفلاح / د الفلاح لنډه تاريخچه

د الفلاح لنډه تاريخچه

د الفلاح پوهنتون بنسټ لومړی، د هېواد په ختيځه برخه جلال اباد ښار کې د الفلاح لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې په نوم په (۱۳۹۰ ل ل) (۲۰۱۱ ز) کال کې کېښودل شو او د هېواد د ودې او پرمختګ بنسټ يې په خپل شتون سره پياوړی کړ.

الفلاح پوهنتون په هېواد کې د هېوادوالو لپاره د پرمختللو اغيزمنو زده کړو د اسانتياوو برابرولو په موخه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره تر راجستر کېدو وروسته رامنځته شوه، ترڅو د زده کړې په بهير کې هر اړخېز پرمختګ رامنځته شي او همدا راز د نوې ټيکنالوژۍ پر بنسټ، محصلينو ته د تيوري زده کړو ترڅنګ، د عملي زده کړو لازمې ګټورې لارې چارې برابرې کړې دي.

همدارنګه ، د لوړو زده کړو د محترم وزارت له خوا د دغه پوهنتون د علمي فعاليتونو تر اروزنې او قدرونې وروسته، ياد پوهنتون سره يې په(۱۳۹۵ ل ل) کال کې د ( الفلاح د لوړو زده کړو خصوصي موسسه) له نوم څخه، د الفلاح پوهنتون تر نامه لاندې د فعاليت هوکړه وکړه چې دې سره يې په ټولنه او علمي کړيو کې معنوي ځايګی نور هم ټينګ او اوچت شو.

الفلاح پوهنتون په لومړيو وختونو کې يوازې درې پوهنځي درلود چې د وخت په تېرېدو او د علمي چوپړتياوو په ښه کېدو او پراخېدو سره يې، د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر بنسټ، ورته د نورو پوهنځيو د تاسيس جواز هم ورکړل شو.

دغه علمي بنسټ دامهال (۱۳۹۷ ل ل) کال پنځه پوهنځي (انجينري، اقتصاد، ژورناليزم، شرعيات او قانون او حقوق او سياسي علوم) لري چې له يادو پوهنځيو څخه يې زرګونه محصلان فارغان کړي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.