Home / انجينري / پوهنځي په اړه

پوهنځي په اړه

د ګران هېواد رغنيزې اړتيا په پام کې نيولو سره الفلاح پوهنتون په انجنيري پوهنځي کې د سيول انجينرۍ څانګه انتخاب او په فعاليت يې پيل وکړ. په لومړي ځل يې په (۱۳۹۰/۰۷/۲۹) نېټه د کانکور آزموينه واخيسته او د لومړي دور محصلان يې جذب کړل چې ټول تعداد يې ( ۳۵ ) تنه و او پر دوو صنفونو وويشل شول چې يو ټولګی يې سهار او بل يې ماښام و. دا وخت  د دغه پوهنځی چارې د پوهنځي رئيس انجنير شفيق الله زاهد، محمد وارث حيدر د پوهنځي تدريسي مدير او د شپږو تنو ليسانس استادانو له خوا پرمخ وړل کېدې.


طبيعي خبره ده چې په لومړيو وختونو کې نيمګرتياوې زياتې وې؛ خو د وخت په تېرېدو سره په نسبي ډول ډېر ښه اصلاحات راغلل. له مختلفو اداري واحدونو سره د مشورو په نتيجه کې د پوهنځي لپاره څلورکلنه تحصيلي دوره د کريډيټ په سيستم بنا شوه او تصميم ونيول شو چې په محصلانو به عملي کارونه د څلور کلنې دورې په جريان کې تر سره کېږي.

وروسته له اړتيا ارزونې څخه د انجنيري پوهنځي کريکولم د څلور کلنې دورې لپاره چمتو او ترتيب شو. د پوهنځي لپاره دويمه د کانکور آزموينه په ( ۱۳۹۱/۰۲/۰۸) نېټه واخيستل شوه چې د کانکورازموينې له لارې دې پوهنځي ته ټول ټال (۲۲) تنه کامياب شول چې د لوړو زده کړو وزارت د “هغه متعلمين چې په دولتي کانکور کې بې نتيجې شوي دي، کولای شي د لوړو زده کړو په خصوصي مؤسساتو کې بدون له امتحان څخه خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي ” فرمان پر اساس انجنيري پوهنځي ته ټول ( ۷۵۸ ) محصلان جذب شول.
د پوهنځي د عملي کارونو لپاره لابراتوار په ښو وسايلو مجهز شو او کمپيوټر خونې يې جوړې شوې، فعلا د انجنيري پوهنځی ۲۰ تدريسي خونې لري او ډېر محصلان پکې زده کړې کوي چې د شاوخوا ۲۰ تنو استادانو او ۳ تنه کارمندانو له خوا يې د تدريس چارې پرمخ وړل کېږي.

لرليد (Vision):
د افغانستان او سيمې په کچه د انجنيري په برخه کې غوره او پېژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدريس لوړ کيفيت، پياوړي مسلکي کدرونو، غوره نظم او دسپلين او اسلامي چاپيريال په درلودلو سره داسې نسل تربيه کړي چې په اړونده برخه کې د ټولنې راتلونکی روښانه کړي.

تشکيلاتي جوړښت:
د انجنيري پوهنځی چې په (۲۰۱۱ م) کال د الفلاح پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شوی، د يو رئيس، معاون، تدريسي مدير او يو خادم په ګډون، ۲۲ تنه غړي لري.

د انجنيري پوهنځی دوه ډيپارټمنټونه (د ساينسي مضامينو ډيپارټمنټ او د سيول ډيپارټمنټ) او څلور کمېټو(تضمين کيفيت کمېټه، کريکولم کمېټه، دفاع پروژو کميټه، ستراتيژيک پلان کميټه) لري.

د انجنيرۍ پوهنځي اهداف(Goals) :
۱ – د ګران هېواد د رغونې او بيارغونې په موخه د مسلکي انجنيرانو روزنه.
۲ – د انجنيري اړوندو ستونزو ته د حل لارې چارې موندل.
۳ – په هېواد کې د سيول انجنيری د هم مسلکانو په منځ کې د انجنيری تجربو شريکول.
۴ –  د بنيادي ساختمانونو د ډيزاين او جوړولو لپاره د معاصرو بين المللي اسټنډرډونو او همدارنګه په موسساتو کې د ساختماني موادو د کيفيت کنټرولولو طريقو شريکول.
۵ – د سيول په څانګه کې د بين المللي درسي کريکولم مطابق د ځوانانو روزل.
موخې Objectives)):
د انجنيري پوهنځی بايد د الفلاح پوهنتون مرام حاصلولو لپاره لانديني اهدافو ته ورسيږي:

۱ –  محصلانو ته د نوې تکنالوژۍ د غوښتنې مطابق د تدريس زمينه مساعدول.
۲- د انجنيري پوهنځي کادرونو ته د لنډ مهالې او اوږدې مودې بورسونو زمينه برابرول.
۳ – د پوهنځي استادانو له خوا د نوې تکنالوژۍ مطابق د څېړنو او ليکنو تر سره کول او د ټولنې له تخنيکي او مسلکي اشخاصو او ادارو سره يې شريکول.
د پورتنيو اهدافو لاسته راوړلو لپاره بايد لانديني کارونه اجرا او امکانات ورته مساعد شي:
۱ – له موجوده وسايلو او وسايطو څخه په درسته توګه استفاده کول او د نویو او عصري وسايلو او وسايطو پيدا کول.
۲ – د محصلانو د پوهې د سطحې لوړولو په خاطر د تيوري او عملي درسونو ترڅنګ، له پرمختللو تخنيکي لابراتوارونو څخه استفاده کول.
۳ –  په تدريس کې له سمعي او بصري وسايلو څخه استفاده کول.
۴ –  محصلانو ته د عملي کارونو او پرکتيک لپاره زمينه مساعدول.
۵ –  د هېواد نورو پوهنتونونو د انجنيري پوهنځيو سره د علمي او اکاډميکو تجربو شريکولو په خاطر دهماهنګۍ ايجادول .
۶ – په هر سمستر کې د علمي سطحي د لوړتيا په خاطر د محصلانو او استادانو له خوا د کنفرانسونو زمينه برابرول.
۷ –  له نوې تکنالوژۍ، منابعو او ماخذونو څخه اعظمي استفاده کول.
۸ – د دې تر څنګ د انجنيری پوهنځي هر استاد د خپل مضمون مرام، اهداف، په اونۍ کې د نظري او عملي ساعتونو شمير، ماخذ او ممد ماخذ د کريکولم په شکل ترتيب او د پوهنتون د ځان ارزونې کمېټې او کريکولم کميټې ته يې د وروستيو اجراتو لپاره وړاندې کوي.