Home / تبديلۍ شرايط

تبديلۍ شرايط

د تبديلۍ پروسيجر

دغه طرزالعمل یا کړنلاره د لوړوزده کړو وزارت د لایحو او مقرراتو په ړنا کې او د محصلانو اړتياوو او عیني غوښتنو ته په پاملرنې، په لاندې مادو کې ترتیب شوې ده.

سره له دې چې د تبدیلۍ په نوې لایحه کې د ځینو محصلانو او ولایتونو د حق د خوندیتوب او د کانکور په وخت کې د انتخاب او لوړو زده کړو مؤسسو د اکاډمیک بهیر له مختل کېدو څخه د مخنیوي په موخه ځینې محدودیتونه وضع شوي دي چې شرایط او د تبدیلۍ چارې پکې ذکر شوې دي.

  • د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د محصلانو تبدیلي د تبدیلۍ د نوې لایحې له مخې ترسره کیږي. هغه موارد چې په لایحه کې شتون نه لري، د لوړوزده کړو وزارت رهبرۍ شورا ته وړاندیز کېږي.
  • د تبدیلۍ ټولې چارې د یوه موظف کمیسیون ( د وزارت مقام لوی مشاور، د محصلانو چارو رئیس، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو رئیس او د پوهنتونونو د ارتباط رئیس) د محصلانو چارو د محترم معین تر څارنې لاندې صورت نیسي.
  • د خصوصي پوهتونونو د تبدیلۍ وخت په هر کال کې دوه ځله دی چې لومړی وخت اسد او سنبلې میاشت او دويم وخت د جدي او دلوې میاشتې ټاکل شوې دي. د خارج مرز محصلانو تبدیلي له ټاکلې نېټې څخه پرته هم تر سره کېدای شي.
  • هغه محصلان چې یو وار تبدیل شوي وي، دویم ځل لپاره د تبدیلۍ حق نه لري.
  • هغه محصلان چې معلولیت ولري او د معلولیت اسناد او عیني شواهد د لوړزده کړو وزارت رهبرۍ شورا ته وړاندې کړي، د نوموړې شورا له خوا ورسره لازمه همکاري صورت نیسي.
  • پورته کړنلاره د لوړوزده کړو زارت د رهبرۍ هیئت د ۱۳۹۴ کال د قوس میاشتې ۲۸ مې نېټې په جلسه کې تصویب شوې او د وزارت مقام تر منظورۍ وروسته د تطبیق وړ ده.
  • د لوړوزده کړو وزارت د ۱۳۹۵ کال د جدي میاشتې، ۵ مې نیټې د مکتوب له مخې، هغه محصلان چې ( د تاجیل په حال کې وي، ناکام، محروم او يا غیابت ولري) تبدیلي نشي کولای.

د تبدیلۍ چارو مراحل:

  • له لوړو زده کړو وزارت څخه د تبدیلۍ فورم ترلاسه کول.
  • په ذکر شوي فورم کې به له خپل پوهنتون څخه موافقه واخلي.
  • بیا به په ذکر شوي فورم کې له هغه پوهنتون څخه موافقه واخلي، چې تبدیلي ورته کوي.
  • تر دې وروسته ذکر شوی فورم، د خصوصي پوهنتونونو ریاست ته وړي.
  • بیا د خصوصي پوهنتونونو له طریقه خپل پوهنتون ته مکتوب راوړي، ترڅو د نوموړي محصل برحالي تائید او ټول سوابق او اسناد د مکتوب په واسطه د خصوصي پوهنتونونو ریاست ته واستوي.
  • د برحالۍ له تائید څخه وروسته به بیا د خصوصي پوهنتونونو د ریاست له طریقه د مکتوب په واسطه لېږل شوي اسناد او سوابق، د بل مکتوب له لارې هغه پوهنتون ته لېږدول کېږي چې محصل غواړي تبدیلي ورته وکړي.
  • تبدیلي نهایي کېږي او محصل کولاي شي خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.