Home / تضمين کيفيت / اعتبار اخيستنه

اعتبار اخيستنه

اعتبار اخيستنه Accreditation
هغه پروسه ده چې لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارو ورکوونې ریاست ته د ځان ارزونې راپور تر سپارلو وروسته د یاد ریاست له خوا تر سره کېږي.
په دغه پروسه کې د پوهنتون له خوا هر معیار ته د ورکول شويو نمرو عملاً ارزیابي، د یاد ریاست له خوا ترسره کېږي او په پايله کې پوهنتون ته اعتبار ورکوي او یا یې لغوه کوي.
اعتبار اخيستنه څلور مرحلې لري چې په اخري مرحله کې پوهنتون بشپړ اعتبار Full Accreditation ترلاسه کوي.
د اعتبار ورکوونې بهیر ته لنډه کتنه
لومړی پړاو: د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکوونې ریاست له خوا پوهنتون ته د اعتبار اخيستنې پروسې په هکله رسمآ خبرو ورکول کېږي.
دويم پړاو: پوهنتون د خپل ځان په اړه ارزونه ترسره کوي او د ټاکل شوي چوکاټ مطابق به راپور چمتو کوي.
درېیم پړاو: پوهنتون به د ځان ارزونې راپور او اړوند اسناد لوړو زده کړو وزارت ته سپاري.
څلورم پړاو: د لوړو زده کړو وزارت به یاد اسناد او شواهد تر څېړنې او مطالعې لاندې نیسي او بیا به یې د مسلکي کتونکو ټیم ته استوي.
پنځم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم به د ځان ارزونې راپور او اړوند اسناد تر غور او بر رسۍ لاندې نیسي.
شپږم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د پوهنتون ادارې سره د کتنې او لیدنې د یوه پلان په اړه موافقه کوي.
اووم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم له پوهنتون څخه کتنه ترسره کوي او د اعتبار ورکوونې چوکاټ ته په کتو به پوهنتون ارزوي.
اتم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم له یوې فرعي کمېټې سره ملاقات کوي، ترڅو د خپلو ارزونو په اړه بحث او خبرې وکړي او د پوهنتون د ځان ارزونې په راپور کې اختلافات یا توپیرونه تر غور او څېړنې لاندې ونیسي او د سپارښتنو په اړه موافقه وکړي.
نهم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د مسلکي کتنې راپور لوړو زده کړو وزارت ته سپاري.
لسم پړاو: پوهنتون ته فرصت ورکول کېږي، ترڅو د راپور د کره والي او صحت په اړه خپل نظر څرګند کړي او دلیل وړاندې کړي.
یوولسم پړاو: د کیفیت لوړونې او اعتبارورکوونې د ریاست بورډ:
الف: هغه نمرې چې د مسلکي کتنې په راپور کې ذکر شوې، منظوروي.
ب: د اعتبار ورکوونې په اړه تر پرېکړې مخکې له مسلکي کتونکو ټیم څخه د لازیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.
دولسم پړاو: د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکوونې د تصمیم په اړه، پوهنتون ته معلومات ورکوي.
دریالسم پړاو: پوهنتون فرصت لري چې پر نهايي پرېکړې د بیا کتنې او غور غوښتنه وکړي.
څوارلسم پړاو: یاد پوهنتون به کاري پلان بشپړوي او په دې پلان کې به د مسلکي کتونکو د ټیم سپارښتنې ځای پر ځای کوي.
پنځلسم پړاو: پوهنتون به بشپړشوی کاري پلان د منظورۍ په موخه لوړو زده کړو وزارت ته سپاري.