Home / تضمين کيفيت / د تضمين کيفيت وظايف

د تضمين کيفيت وظايف

  1. تضمین کیفیت عامه خلکو ته مسوولیت لري، ترڅو د هغوی ډاډ او باورحاصل کړي چې د الفلاح پوهنتون کیفیت لوړ او په اړه یې معیارونه خوندي ساتل شوي دي.
  2. نوموړې اداره د هرمضمون په اړه د زده کړې او تدریس کیفیت او په ارتباط یې د وضعه شويو معیارونو له کتنې او نظارت مسوولیت لري.
  3. په پوهنتون کې د اصلاح تدریس پالیسي، اصلاح تدریس پلانونو او انفرادي عملیاتي پلانونو له تطبیق څخه نظارت کول.
  4. د پروګرامونو د کیفیت او مؤثره مدیریت په اړه له نورو ادارو سره د علمي تړلتیا (Affiliation) جوړښت او له هغې څخه کتنه او نظارت.
  5. د کتنې او ارزونې لپاره د ښکاره او واضحه معیارونو وړاندې کول، ترڅو ټول کارمندان پوه شي چې د کیفیت په اړه له دوی څخه کوم توقعات کېږي او باید کوم توکي په نظر کې ونیول شي.
  6. د تضمین کیفیت څانګه مسوولیت لري چې د پروګرامونو مشخصات او ځانګړتیاوې جوړې کړي، یعنې د لېسانس او له هغې څخه پورته درجو لپاره د توقع وړ مهارتونو، علمیتونو او استعدادونو چوکاټ انتخاب او په اړه یې ټول هغه معیارونه واضح کړي چې یو محصل یې د یوه خاص پروګرام له تکمیلېدو وروسته باید ولري.
  7. نوموړې اداره به د تضمین کیفیت پروسس او جریان پرمخ بیایي او د ارزونې لپاره به داسې طرېقې انتخابوي چې د کیفیت لپاره د وضعه شويو شرایطو او معیارونو له پلي کېدو څخه اندازه ګیري وکړای شي.
  8. د کریکولم، کارمندانو، مضامینو، څېړونو او نورو علمي فعالیتونو له انکشاف او پرمختیا څخه اطمينان حاصلول.
  9. د لوړو زده کړو وزارت له تضمین کیفیت ریاست سره هماهنګي درلودل او د تضمین کیفیت د مسايلو په اړه رهنمایي او کومک تر لاسه کول.
  10. تر معلوماتو راټولولو، تحلیل او منظمولو وروسته ادارې او د تضمین کیفیت ریاست ته احصاییوي راپور ورکول.
  11. د پوهنتون د کیفیت پرمختیا لپاره د نړۍ د پرمختللو پوهنتونونو د تجاربو څېړل.
  12. د تضمین کیفیت ریاست ټولو طرزالعملونو او پالیسیو پلي کول.
  13. د تضمین کیفیت ریاست د ټرېننګونو او سیمینارونو په واسطه د تضمین کیفیت دغړو ظرفیت لوړول.