Home / حقوق / استادان

استادان

په پيل کې د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د تدريس چارې، د محدودو استادانو له خوا پرمخ وړل کېدې، خو اوس مهال چې دغه پوهنځی پرمختګ کړی او د محصلينو تعداد يې هم زيات شوی، نو د ياد پوهنځي د تدريس چارې د دکتورا، ماسټر او لېسانس په کچه د علمي او پوهنيزو کدرونو له خوا چې تعداد يې ۳۵ تنو ته رسيږي، پرمخ وړل کېږي.

د هغو استادانو لست چې په تېرو څلورو کلونو کې يې علمي اثار ليکلي او يا هم ژباړلي دي:

۱- نړۍ سياسي تاريخ (لومړی ټوک)، ليکوال: عبدالصبور مبارز، چاپ: الفلاح نشراتي څانګه، ۱۳۹۳ هـ ش کال.

۲- نړۍ سياسي تاريخ (دويم ټوک)، ليکوال: عبدالصبور مبارز، چاپ: الفلاح نشراتي څانګه، ۱۳۹۳ هـ ش کال.

۳- اساسي قانون پېژندنه، ليکوال: عبدالصبور مبارز، چاپ: الفلاح نشراتي څانګه، ۱۳۹۴ هـ ش کال

۴- مالي حقوق، ليکوال: نور الله نوري مجددي، چاپ: الفلاح نشراتي څانګه، ۱۳۹۴ هـ ش کال.

۵- اسلام سياسي نظام، ليکوال: ضيا الرحمن فاروق، چاپ: الفلاح نشراتي څانګه، ۱۳۹۴ هـ ش کال.

۶- بشري حقوق، ليکوالان: سيد اکرم هاشمي او خوشحال جواد، چاپ: ياد خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۴ هـ ش کال.

۷- د افرادو سياسي حقوق، ليکوال: سيد اکرم هاشمي، چاپ: ياد خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۵ هـ ش کال.

۸- کار حقوق، ليکوال: سيد اکرم هاشمي، چاپ: يار خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۳ هـ ش کال.

۹- د اساسي قانون تحليل، ليکوال: سيد اکرم هاشمي، چاپ: ياد خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۵ هـ ش کال.

۱۰- عامه اداره، ژباړه: حکيم الدين منځنی، چاپ: يار خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۳ هـ ش کال.

۱۱- د ويټو حق، برابري که نابرابري؟، ليکوال: حکيم الدين منځنی، چاپ: يار خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۵ هـ ش کال.

۱۲- نړيوالې اړيکې، دکتور وهبة الزحيلي، ژباړن: معراج الدين امينزی، چاپ: يار خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۵ هـ ش کال.

۱۳- داساسي قانون تحليل او شننه (لومړی ټوک)، ليکوال: عبدالصبور مبارز، چاپ: سلام خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۶ هـ ش کال.

۱۴- قران لوري ته راشئ، ليکوال: ډاکټر فضل عظيم، ژباړن: عبدالصبور مبارز، چاپ: سلام خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۴ هـ ش کال.

۱۵- د څېړنې تګلاره، ليکوال: خالق داد ملک، ژباړن: معراج الدين امينزی، چاپ: ليکوال خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۶ هـ ش کال.