Home / حقوق / پوهنځي په اړه

پوهنځي په اړه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ( ۱۳۹۲ هـ ش) کال، د الفلاح  پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد او سيمې د اړتيا پر اساس، تاسيس او ايجاد شو.  تر دا مهاله يې يولس (۱۱) د کانکور ازموينې اخېستې او نږدې ( ۱۵۵۰)  تنه محصلين لري چې په لومړي، دويم، درېيم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم او اتم سمستر کې زده کړې کوي او تر دې دمه يې درې دورې فارغان هم ټولنې ته د خدمت په موخه تقديم کړي دي.

د دغه پوهنځي د علمي برخې ترڅنګ، اداري کارونه هم د برجسته او تجربه لرونکي اداري پرسونل له خوا پرمخ وړل کېږي چې په هغه کې د پوهنځي رئيس، مرستيال، تدريسي مدير او د تدريسي مدير مرستيال شامل دي.

ياد پوهنځی د تدريس دوه شفټه لري چې يو شفټ يې د سهار په ۶ بجو پيلېږي او په ۹ بجو پای ته رسېږي او دویم شفټ يې د مازيګر په ۴ بجو پيلېږي او د ماخستن په ۷ بجو پای ته رسېږي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی نږدې ۴۰ خونې چې په هر ډول وسايلو (LCD، تختې، مارکر، انټرنټ لاين، منظمې څوکۍ …) سنبال دي، لري.

 

د پوهنځي لرليد او رسالت

لرليد (Vision):

د افغانستان او سيمې په کچه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې غوره او پېژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدريس لوړ کيفيت، پياوړو مسلکي کادرونو، غوره نظم او ډسپلين او اسلامي چاپېريال په درلودلو سره داسې نسل تربيه کړي چې په اړونده برخه کې د ټولنې راتلونکی روښانه کړي.

رسالت (Mission):

ټولنې ته د علمي کادرونو، باتدبيره سياستپوهانو، ډيپلوماتانو او په کار پوه مسلکي مدافع وکيلانو او څارنوالانو وړاندې کول، ترڅو د افغاني رنځېدلي، کړېدلي او ټپرېدلي ټولنې د درد دوا شي او په راتلونکي کې د همدوی پر مټ يو سوکاله، اباد او پرمختللی افغانستان ولرو چې د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره لاندې اهداف پلي کوو:

  • د افغانستان سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي ارګانونو ته د پياوړ کادرونو روزنه او وړاندې کول.
  • د هېواد سياسي، اداري، حقوقي، قضايي، عدلي او جنايي موضوعاتو، مفاهيمو او خصوصياتو سره د علمي او مسلکي کادرونو او محصلانو اشنا کول.
  • د مختلفو سياسي، حقوقي، قضايي، عدلي او جزايي موضوعاتو څېړل او تحليلول.
  • په ملي او نړيوالو معيارونو برابر سياسي، اداري، حقوقي، قضايي اوعدلي برخو کې دخدمت په موخه دکادرونو وړاندې کول.
  • له اسلامي او وضعي قوانينو سره د محصلانو او په ټوله کې د ټولنې اشنا کول.
  • په محصلانو کې د نظام، دولت او اړوندو ادارو د پېژندلو وړتيا پيداکول.
  • د قضا او څارنوالۍ او دفاع وکالت په اړه د محصلانو د وړتياوو رامنځ ته کول.
  • د داخلي او خارجي سياست پېژندل او له اړوندو مفاهيمو سره د محصلانو اشنا کول.
  • د نړيوالو سازمانونو پېژندل.
  • په حقوقي او سياسي برخو کې دمحصلانو د ليکنې او نوښت وړتيا ژوندي کول.
  • له نورو هېوادونو سره د نړيوالو اړيکو د برقرارۍ په خاطر د ډيپلوماتيکو حقوقو تحليلول.

ارزښتونه (Values):

 

۱ – اسلامي اصولو ته پابندي.

۲ – دوه اړخيز درناوی او برابري.

۳- په محصلانو کې د ملي فکر پيداکول.

۴- په لوړ کيفيت د زده کړو وړاندې کول.

۵- نظم، شفافيت او حساب ورکونه.