Home / حقوق / څانګې

څانګې

د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په (۱۳۹۴ هـ ش) کال کې دوه څانګې (اداره او ديپلوماسۍ او قضاء او څارنوالۍ ) فعالې کړې چې تر دې دمه يې محصلان په پنځم، شپږم، اووم او اتم سمستر کې زده کړې کوي.

۱ – اداره او ديپلوماسۍ څانګه

د ادارې او ديپلوماسۍ ډيپارټمنټ چې د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په (۱۳۹۴ هـ ش) کال کې ايجاد شو، تر اوسه يې درې دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

دغه څانګه، يو امر او څوارلس (۱۴) تنه استادان لري چې محصلان يې په پنځم، شپږم، اووم او اتم سمستر کې په زده کړو بوخت دي.

د ادارې او ديپلوماسۍ د ډيپارټمنټ اهداف

عمومي اهداف

۱ – دافغانستان سياسي او اداري ارګانونو ته د پياوړو علمي کادرونو وړاندې کول.

۲ – د هېواد له سياسي او اداري موضوعاتو، مفاهيمو او خصوصياتو سره د علمي  او مسلکي کادرونو اشنا کول.

۳ – په ملي او نړيوالو معيارونو برابره د سياسي ادارې د جوړېدو په موخه هر اړخيزې هڅې کول.

زده کړيز اهداف:

     ۱ – د سياسي علومو د پلي کولو وړتيا

۲- د سياسي او اداري موضوعاتو د تحليل او ارزونې وړتيا رامنځته کول.

۳- د نظام، دولت او اړوندو ادارو پېژندل.

۴ –  د داخلي او خارجي سياست له اصطلاحاتو او مفاهيمو سره د محصلانو اشنا کول.

۵- د نړيوالو سازمانونو پېژندل.

۶- په سياسي برخه کې د محصلانو د ليکنې او نوښت وړتيا ژوندي کول.

۷-  له نورو هېوادونو سره د نړيوالو اړيکو د برقرارۍ په خاطر د ډيپلوماتيکو حقوقو تحليلول.

۸- د معاهداتو او ميثاقونو د انعقادولو طريقه پېژندل.

۲ – د قضاء او څارنوالۍ څانګه

قضاء او څارنوالۍ  ډيپارټمنټ چې د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په ( ۱۳۹۴ هـ ش) کال کې ايجاد شو، تر اوسه يې درې دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه تقديم کړي دي.

دغه ډيپارټمنټ يو امر او پنځلس (۱۵) تنه استادان لري چې محصلان يې په پنځم، شپږم، اووم او اتم سمستر کې په زده کړو بوخت دي.

د قضاء او څارنوالی ډيپارتمنټ اهداف:

۱- دهېواد عدلي او قضايي ارګانونو لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزل.

۲- په جنايي، حقوقي، عدلي او قضایي موضوعاتو کې د مسلکي وړتيا پياوړي کول.

۳- د مدني، جزايي، عدلي، حقوقي او قضایي موضوعاتو اومفاهيمو تحليل، تجزيه او ارزونه.

۴- په ملي اونړيواله سطحه د مدني او جزايي دعواو پېژندنه او څېړنه او هغې ته د رسيدګۍ طرز او طريقې زده کول.

۵- د حق پېژندل او د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقوقو د غوښتنې وړتيا رامنځته کول.

۶- د قضاء، څارنوالۍ او مدافع وکالت په برخه کې د مسلکي اشخاصو روزل.

۷- په ملي اونړيواله سطحه د وضعي قوانينو له ايجاد، تطبيق او تفسيرسره د خلکو اشنا کول.

۸- د حقوقو د ټولو ډولونو او رشتو پېژندل.

۹- د جنایي پېښو د ځای بررسي، د جرم د رامنځته کېدوعلل اوعوامل پېژندل او د مجرم د اصلاح او تربيې په خاطر د جزاګانو د تطبيق له څرنګوالي سره اشنا کېدل.

۱۰- په ملي او نړيواله سطحه د جرايمو د ټولو اقسامو پېژندل.

۱۱- د ملي او نړيوالو معيارونو پر بنياد، په اړوندو حقوقي برخو کې د مرستو او خدمتونو وړاندې کول.

۱۲- د اسلام جنايي تشريع او وضعي قوانينو کې د جرايمو او جزاګانو او نورو مدني او حقوقي موضوعاتو مطالعه او پېژندنه.