Home / د شکايت پروسيجر

د شکايت پروسيجر

الفلاح پوهنتون هڅه کوي چې خپلو ټولو کارمندانو، محصلینو او عامو خلکو ته  باکیفیته خدمات او اسانتیاوې وړاندې کړي او د دې هدف ترلاسه کولو لپاره تل له خپلو برنامو څخه څارنه او ارزونه کوي، ترڅو اطمينان حاصل کړي چې د خدمتونو کیفیت غوره او اړوند معیارونه په ښه بڼه پلي شوي دي .

د دې لپاره چې کارکوونکي او محصلان د اداري خدماتو په پرمختیا او اصلاح کې د ونډې اخیستنې مناسب فرصت ولري او د دوی نظریاتو او غوښتنو ته په منظم، عادلانه او خپل وخت سره ځواب ویل شوی وي، نو د خپلو نورو طرزالعملونو په لړ کې  دا دی د شکایاتو اوریدنې طرزالعمل جوړ او تاسو ته يې وړاندې کوي.

لومړی ماده: شکایت څه ته وايي؟

شکایت یو شفاهي یا لیکلی بیان دی چې له مؤسسې یا د هغې له کارکوونکو څخه د  اسانتیاوو، خدمتونو، کړنو او یا د کړنو نشتوالي په اړه، د ناخوښۍ څرګندونه کوي.

د شکایت په پورته تعریف کې لاندې موارد نشته:

  • علمي پریکړې
  • ناسمې او ډسپلیني کړنې
  • مالي مسایل
  • د امتحان پارچو او نمرو په اړه ناخوښي

د پورته مواردو لپاره جلا کمیټې او طرزالعملونه شتون لري، که په تېروتنې سره د یادو مسایلو شکایت مستقیما د شکایاتو مسوول ته وړاندې شي، نو د شکایاتو مسوول مکلف دی چې شکایت اړوندې څانګې ته راجع کړي، که د یوې موضوع په هکله د اړوندې څانګې لپاره شک موجود وي بیا نو د شکایتونو اوریدلو دغه طرزالعمل د تطبیق وړ دی. که چیرې د یوې موضوع بڼه د مختلفو کمېټو پورې اړه ولري، پر موضوع به یوازې یوه کمېټه څیړنه کوي.

دويمه ماده: د طرزالعمل اهداف

  • محصلانو، کارکوونکو او عامو وګړو ته رسمي لارښوونه.
  • د تصمیم نیولو چټکتیا.
  • شکایت کوونکو ته پوره او عادلانه پاملرنه.
  • شکایت کوونکو ته مناسب او اغیزمن ځواب وړاندې کول.
  • د پوهنتون د کمزورو ټکو پېژندنه، ترڅو په راتلونکي کې اصلاحات او پرمختیا رامنځته شي.

درېیمه ماده: څوک شکایت کولای شي؟

۱.۳  د پوهنتون برحال کارکوونکي

۲.۳ د پوهنتون برحال محصلان

۳.۳  د پوهنتون بهرنۍ تړلې ادارې یا اشخاص

  څلورمه ماده: څوک مسوول دي؟

۱.۴   په عمومي ډول د پوهنتون مرستیالان د شکایاتو طرزالعمل د کتنې، څارنې او تطبیق په اړه د راپور اخیستنې مسؤلیت لري.

۲.۴ د شکایتونو مسوول ( Complaints Officer ) د شکایتونو په اړه د ورځني

مدیریت او څارنې مسوولیت لري.

  پنځمه ماده: بنسټیز اصول

۱.۵ مخکې له دې چې شکایت په رسمي ډول ولیکل شي، عارض شخص باید هڅه

وکړي چې موضوع په غیر رسمي ډول له اړوند شخص، د هغه له آمر او یا هم د

شکایتونو مسوول سره حل کړي.

۲.۵ د شکایت په رسمي او غیر رسمي مراحلو کې به عارض شخص پر موضوع

پوه وي، برخورد یې مؤدبانه وي، رښتينی او بې طرفه وي او د غوښتنې په صورت کې حاضر شي.

۳.۵ شکایت به عارض شخص ته بې ګټې نه وي.

۴.۵ هغه شخص چې شکایت پرې شوی، له شکایت څخه خبرول کیږي.

۵.۵ د دې لپاره چې شکایت رسمي مرحلې ته داخل شي، عارض شخص باید شکایت په لیکلي بڼه د شکایتونو مسوول ته ورکړي او پکې د توقع وړ نتایج واضح کړي.

۶.۵ په طرزالعمل کې د شکایت د حل لپاره تعین شوې موده، د اړتیا له مخې تر

درېيو میاشتو پورې غځېدلای شي.

۷.۵ راز ساتنه شتون لري او معلومات یوازې له هغه چاسره شریکېږي چې کوم کس

په شکایت او څېړنه کې مستقیم هدف وي.

۸.۵  که موضوع حقوقي یا جزایي بڼه ولري پوهنتون کولای شي قضیه اړوندو ارګانونو ته ولیږدوي.

۹.۵ له پرېکړو او نتایجو څخه به عارض او معروض دواړو ته خبر ورکول کېږي.

۱۰.۵   د شکایت له حل څخه پنځه کاله وروسته د شکایت ټول یادداشت له منځه ځي.

۱۱.۵ که جوته شوه چې شکایت بېځایه، زورونکی، توهینوونکی او یا هم د شخصي عناد او کینې پر بنسټ شوی وي، نو پوهنتون به د عارض پروړاندې قضیه جوړوي.

۱۲.۵ که شکایت د یو ګروپ له خوا تر سره کېږي، نولازمه ده چې یو استازی و ټاکي چې د ټول ګروپ په استازیتوب، د شکایت رسمي پروسه پرمخ یوسي.

۱۳.۵  د څېړنې خپلواکه کمېټه په لاندې حالاتو کې رامنځ ته کېږي: 

۱.۱۳.۵  که د پوهنتون په لوړ پوړو چارواکو شکایت وشي.

۲.۱۳.۵  د رسمي شکایت په دويمه مرحله کې.

۳.۱۳.۵ که د رسمي شکایت په لومړۍ مرحله کې د شکایتونو تعداد زیات وي.

۱۴.۵ د څېړنې خپلواکه کمېټه په خپلواک ډول څېړنه کوي او د موضوع په اړوند به

نهایي پریکړه د پوهنتون د ریاست له تایید وروسته خپروي، دا کمېټه به د حد اقل لاندې درې غړو درلودونکې وي:

۱.۱۴.۵  یوه نماینده له علمي معاونیت څخه  د کمېټې د مشرپه توګه.

۲.۱۴.۵    یوه نماینده د بشري سرچینو له مدیریت څخه د غړي په توګه.

۳.۱۴.۵  یوه نماینده له محصلانو مدیریت څخه د غړي په توګه. 

شپږمه ماده: د شکایت ترتیب  

۱.۶  د شکایت مختصره توضیح ولیکل شي او د هغې لپاره د اصلاح وړ کړنه وړاندیز شي.

۲.۶ شکایت کوونکی به د دخیلو اشخاصو نومونه ذکر کړي او هغه عوامل به په ګوته کړي چې د شکایت سبب ګرځېدلي.

۳.۶ که شکایت د رسمي پروسې په دويمه مرحله کې واقع شي، نو شکایت کوونکی به په

شکایت نامه کې تر دې دمه خپل ټول اقدامات ذکر او د نه قناعت دلیل به واضح کړي.

اوومه ماده: شکایت څرنګه، چیرته او چاته وشي؟

۱.۷  غیر رسمي شکایت

۱.۱.۷   شفاهي شکایت

  • په لومړي ځل به عارض کوښښ کوي چې خپل شکایت د اړوند شخص، د هغه د آمر، د شکایتونو مسوول، د پوهنتون له رئیس یا معاونینو سره په شفاهي ډول حل کړي.
  • نوموړی شکایت د حادثې له واقع کېدو سره سمدستي ترسره کېږي.
  • عارض شخص به په پنځه کاري ورځو کې دننه د شکایت د حل توقع لري.
  • د شکایت په دې مرحله کې هیڅ ډول اسناد او یاداشت نه ساتل کېږي.

۲.۱.۷  د شکایتونو صندوق

  • عارض شخص کولای شي خپل شکایت د شکایتونو صندوق کې واچوي.
  • د شکایتونو صندوق یوازې د شکایتونو مسوول پواسطه په هرو ۱۵ ورځو کې یو ځل کتل کېږي.
  • هغه شکایتونه چې د څیړنې وړ وي، د اړوند معاونیت له خوا به ورته د څېړنې مسوول ټاکل کېږي.
  • که د عارض شکایت قانوني او رښتینی وي، نو په ۳۰ کاري ورځو کې دننه به د شکایت د حل توقع لري.
  • د شکایتونو صندوق ټول اسناد محفوظ دي.

۲.۷   رسمي شکایت

۱.۲.۷   لومړۍ مرحله

  • که عارض د غیر رسمي شکایت له لارې ناراضه پاتې شو، نو کولای شي چې د رسمي شکایت لومړۍ مرحلې ته داخل شي،  شکایت کوونکی به په لیکلي ډول عریضه، ایمیل او یا هم د شکایت فورم ډکوي او د شکایتونو مسوول ته به یې ورکوي.
  • شکایت کوونکی خپل شکایت په واضح ډول بیان او د توقع وړ نتایج باید روښانه کړي.
  • د غیر رسمي پروسیجر د ناکامۍ له وخته باید په ۵ کاري ورځو کې دننه شکایت رسمي شکل غوره کړي.
  • د پوهنتون رئیس/ معاونین او یا هم اړوند ډیپارټمنټ به په درې کاري ورځو کې دننه خبرکړی شي او ټول دخیل اشخاص به په جریان کې واچول شی، بیا به د اړوند معاونیت له خوا د څېړنې مسوول ټاکل کېږي.
  • د څیړنې مسوول به د څیړنې ټول اسناد له ځانه سره محفوظ ساتي او د موضوع په رابطه به اړوند معاونیت ته راپور ورکوي.
  • په عادي ډول د موضوع په اړه نهایي پریکړه په حد اکثر ۳۰ کاري ورځو کې دننه تر سره کېږي او له شکایت کوونکي سره سره به ټولو دخیلو اشخاصو ته له پرېکړې څخه خبر ورکول کیږي.

۲.۲.۷    دويمه مرحله

  • که عارض ته د لومړۍ مرحلې پرېکړه د قناعت وړ نه وه، نو کولای شي په ۳ کاري ورځو کې دننه د رسمي شکایت دويمې مرحلې ته داخل شي، شکایت کوونکی به د لومړۍ مرحلې اقدامات، د توقع وړ نتایج او دا چې ولې نوموړې پریکړه نه مني واضح کړي.
  • د څېړنې خپلواکه کمېټه را منځته کېږي، دوی به د تېرې مرحلې معلوماتو ته لاس رسی لري او په خپلواک ډول له ټولو دخیلو اشخاصو څخه معلومات راټولولای شي.
  • کمېټه به څېړنه په ۳۰ کاري ورځو کې دننه پوره او له نهایي پرېکړې څخه به ټولو اړوند اشخاصو ته خبر ورکوي.

اتمه ماده: نظارت او کتنه

۱.۸      علمي معاونیت به په کال کې یوځل له ټول طرزالعمل څخه کتنه کوي.

۲.۸    د شکایتونو مسوول د شکایت اړوند ټول اسناد محفوظ ساتي او له نتایجو څخه به

دخیلو څانګو ته خبر ورکوي.

۳.۸    د شکایتونو مسوول به په کال کې یوځل له ټولو اجرااتو څخه په خلاصه ډول علمي

شورا ته راپور ورکوي.

۴.۸  د شکایتونو مسوول به د تحلیل او څېړنې قابلیت لري او د موضوع په اړوند به د

ثبوتونو او معلوماتو راټولولو غوره سیستم ته لاس رسی لري.

  نهمه ماده:

د شکایتونو اورېدلو پورته طرزالعمل په ۹ مادوکې تر تیب او د تطبیق وړ دی.

د الفلاح  پوهنتون د ریاست دفتر

 

تاسې کولای شئ د شکاياتو لاندې فورم ترلاسه کړئ:

دويمه ضمیمه: د الفلاح پوهنتون د شکایت فورم

د شکایت کونکي پیژندنه

محصل                       کارمند             کتونکی                 عام وګړی         نور . .  . 

نوم :                           پلار نوم :                    وظیفه :               ډیپارټمنټ :

که شکایت کونکی محصل وي لاندې معلومات ولیکئ :

ID نمبر :                     صنف  :             سمستر  :         پوهنځی   :              وخت :

که شکایت کونکي د ګروپ / ډلې شکل ولري نود ګروپ شمیر څومره دی  :() د ډلې پیژندنه :

تیلیفون شمیره :                                    بریښنالیک  :

د شکایت تشریح ( که ضرورت وي د ورقې په شاته برخه یې هم لیکلای شی )

 

 

 

 

 

 

 

 

د غیر رسمي شکایت کړنې ذکر کړئ
د توقع وړ نتایج( د شکایت حل به څه تغیرات راولي )

 

 

 

د شکایت کونکي لاسلیک (                       )   تاریخ :   

اخیستونکي نوم  :                                      تاریخ :       

اړوند معاونیت :                                            تاریخ  :      

څیړونکي نوم  :                                          تاریخ    :

مهرباني وکړی ډک شوی فورم په لاندې پته تسلیم کړئ

 د شکایتونو مسؤل، الفلاح پوهنتون، چپرهار زړه اډه ، جلال اباد   ، افغانستان

E- mail adress  : info@alfalahuni.edu.af                          Mobil  :  0772707178 ,0786888870