Home / شرعيات / پوهنځي په اړه

پوهنځي په اړه

د هر هېواد اساس ټولنیزې اسانتیاوې، پرمختګونه، اقتصادي پرمختګ او د غوره استعدادونو رامنځته کیدل، د غوره زده کړې له لارې رامنځته کېدای شي، نو د الفلاح پوهنتون د شرعیاتو او قانون پوهنځی هم د لوړو زده کړو وزارت له لوایحو او مقرراتو سره سم په پام کې لري چې خپلې اسلامي ټولنې ته په علم سمبال او غوره کادرونه د خدمت په موخه وړاندې کړي.


موږ د داسې غوره ځوان کادر د روزلو په تکل کې يو چې د لوړو زده کړو تر فراغت وروسته وکړی شي د هېواد په عدلي او قضايي سيسټم سربېره، اړوندو مسلکي برخو کې بدلون راوستونکي پرمختيايي افتخارات له ځان سره ولري.
په همدې نيت شرعياتو پوهنځی هڅه کوي خپلو هغو موخو ته په ټاکلې موده ځان ورسوي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نيولو سره ورته کار کېږي.

د الفلاح پوهنتون، شرعياتو او قانون پوهنځی د ( ۱۳۹۳ ل ل) کال په حمل مياشت کې خپل فعاليت پيل کړی چې تر اوسه يې ډېر شمېر فارغان افغاني ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د پوهنځي اهداف:

۱ –  د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو او مقرراتو سره سم، د مسلکي پوهې حاصلول.
۲ – د هېواد له ملي پروګرامونو سره سم، په ټولنه کې د ذکرشوې پوهې خپرول.
۳-  په علمي، عملي او نظري توګه د محصلانو روزل.
۴ –  په اسلامي او ملي روحیې د محصلانو روزل .
۵ – پر قانون باندې پوه قضات ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.
۶ – د اسلام مبارک دين پر اساسي مصادرو باندې پوهه حاصلول .
۷ –  په قرآن او سنتو باندې د اغيارو د اعتراضونو پر وړاندې دفاع کول .
۸- له اسلام څخه صحيح پوهه او برداشت حاصلول .
۹- په اسلام کې زيات شوي خرافات او رواجونه پېژندل او د هغو ردول .
۱۰- پر اسلام باندې پوه او په اسلامي فکر سمبال داعيان روزل او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کول.