Home / شرعيات / څانګې

څانګې

د الفلاح پوهنتون د شرعياتو او قانون پوهنځی لاندې درې څانګې لري:

۱-  فقه او قانون ډیپارټمنټ.
۲-  اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ.
۳-  اسلامي ثقافت ډیپارتمنټ چې په ټولوعصري پوهنځیو کې خپل درسي پلان تعقیبوي.

۱فقه اوقانون ډيپارټمنټ:

څرنګه چې له نوم څخه يې څرګندېږي، هغه ډيپارتمنټ دی چې په کې د اسلامي فقهې او قانون اړوند مضامين تر بحث لاندې نيول کېږي يا پر اسلامي علومو او قانون باندې پوه اشخاص روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

۲اسلامي تعليماتو ډيپارتمنټ:
هغه ډيپارټمنټ دی چې په کې تر ټولو وړاندې الهي کتاب قرآن عظيم الشان، تفسير او د نبوي احاديثو تشرېح تر بحث لاندې نيول کېږي. د ټولو اسلامي علومو څېړنه کوي او بالاخره پر اسلام باندې پوه او په اسلامي فکر سمبال داعیان روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

۳- د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ:
نوموړی ډیپارټمنټ، پوهنتون شموله ډیپارټمنټ دی او د ټولوعصري پوهنځیو محصلان له اسلامي فرهنګ، د اسلام مبارک دین له اساساتو، افکارو، اخلاقو، آدابو، کورني ژوند، اسلامي سیاست، معاملاتو او داسې نورو سره اشنا او خبروي.