الفلاح انګلیسي پروګرام د انګلیسي ژبې یو کلن پروګرام دی چې په څلورو سمسټرونو وېشل شوی دی.
هر سمستر یې په درېیو میاشتو ویشل کېږي. په دې یو کلن پروګرام کې د کمبرېج پوهنتون(Cambridge University) انټرچینج (Interchange 1,2,3) کتابونه او دوه د (Passages) کتابونه د مسلکي استادانو له خوا تدریسېږي.
دغه انګليسي پروګرام له تدریسي کتابونو سربېره، د تمرین کتاب (Work Book) هم لري چې هغه باید پخپله شاګرد په کور کې پرې تمرین ترسره کړي. بل د (Supplementary ) او (Special grammar) کتابونه هم د صنف په دوران کې تدریسېږي چې د کتاب هر فصل ویډیويي او غږيز کليپونه لري.
همداراز هر کتاب دوه عمومي ټسټونه او اته کوېزونه لري چی په خپل وخت اخیستل کېږي.
د فیس چوکاټ
د الفلاح انګليسي پروګرام کې دوه ډوله فیسونه اخيستل کېږي:
۱- د الفلاح پوهنتون له محصل څخه په سمسټر کې له ۳۰٪ تخفیف سره ۱۲۰۰افغانۍ اخيستل کېږي.
۲ – له پوهنتون نه بهر شاګردانو څخه په سمستر کې ۱۳۵۰ افغانۍ اخيستل کیږي.
د الفلاح پوهنتون انګليسي پروګرام تراوسه دوه دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.