Home / لرليد، رسالت او ارزښتونه

لرليد، رسالت او ارزښتونه

لرلید

د افغانستان او سیمې په کچه د لوړو زده کړو غوره او پیژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدریس لوړکیفیت، پیاوړي اداري سیستم او د اسلامي فکر په لرلو سره داسې نسل وروزي چې د هېواد راتلونکی روښانه کړي.

رسالت

د افغانستان او سیمې خلکو ته د علم، مهارت او اکاډمیکو ارزښتونو د انتقال، ساتنې، عملي کولو او څیړنې پواسطه خدمت کوو او په اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو سنبال پیاوړي مسلکي کادرونه روزو.

ارزښتونه

د زده کړې او تدریس لوړ معیارونه

متقابل احترام او برابري

همغږي او هم فکري

اسلامي او ملي فکر

نوښت او پرمختیا

شورایي نظام