منځنۍ ازموینه:
منځنۍ ازموینه چې د شل فیصده ازموینې په نامه هم یادېږي، د سمستر په منځ یا وسط کې ( چې د سمستر ۸ اونۍ بشپړې شي) اخیستل کېږي.
– منځنۍ ازموینه 20 نمرې لري.
– سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د امتحاناتو لایحې مطابق په تشریحي، څلورځوابه، صحیح او غلط او خانه خالي په ډول جوړېږي.
– د ازموینې په وخت محصل یواځې اړین توکې ( قلم، پنسل، حساب ماشین او هندسي بکس) له ځان سره راوړي. د ازموینې پوښتنپاڼه او ځواب پاڼه د پوهنتون له خوا ورکول کېږي.
– د ازموینې په جریان کې د امتحاناتو کمېټې غړي له صحنې نظارت کوي د ازموینې صحنې په معیاري ډول برابروي. د لایحې مطابق او د نقل پالیسۍ پر اساس، هر نوع شفاهي او کتبي نقل د پارچې د صفرکېدو باعث ګرځي.
– منځنۍ ازموینه په ورځني ډول اخیستل کېږي، وقفه نه لري او د ازموینې په جریان کې درسونه نه وي.
– د ازموینې اړوند ټول مسایل، ستونزې او وړاندیزونه د ازموینې کمېټې مربوط دي.
– د ازموینې پر مهال د اُصولو خلاف کړنه، ډسپلیني ګڼل کیږي او د نظم ډسپلین کمېټې ته معرفي کېږي.
– د مضامینو نتیجه حد اکثر درې ورځې وروسته د محصل د پورټل له لارې په انلاین ډول اعلانېږي.
– د نتایجو اړوند عرایض درې ټاکل شوې ورځې لري چې د محصل د پورټل له لارې اعلانېږي.