Home / موخې

موخې

۱- په بېلابېلو برخو کې له نړیوالو معیارونو سره سم، د کادرونو چمتو کول.

۲ـ د اسلامي، تاریخي او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د تحصیلي پروګرامونو وړاندې کول.

۳ـ د مناسبو اسانتیاوو په برابرولو سره په عملي او نظري ډول، د محصلینو د فکري استعدادونو او علمي مهارتونو روزنه.

۴ـ د ځوان نسل تربیه په داسې روحیې سره چې زیار ویستونکي وي، د مشکلاتو په مقابل کې استقامت ولري، د علم او فن زده کړې لپاره هڅه کوي، دین او وطن ته وفادار وي، د خلکو پروړاندې ژمن وي او د هر ډول اخلاقي او اجتماعي فساد پر وړاندې د مقابلې توان ولري.

۵ـ د زده کړو، علمي څېړنو، لیکنو، ژباړو، خپرونو او د مسلکي کادري غړو د ظرفیت لوړونې په لړ کې د هر ډول نوښتګرو کړنو هڅونه او ملاتړ.

۶ـ د هېواد په بیارغونې او کلتوري او اقتصادي پرمختګ کې د فعاله ونډې اخیستنې په منظور، د مهالنۍ ټکنالوژۍ او پوهې انتقالول.