Home / پيغامونه / د رئيس پيغام

د رئيس پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د انساني ټولنو ماهيت د علمي روزنو په فکري ګوهر جوړ او له همدې لارې د پرمختيا او لوړتيا له تسکينوونکي ډاډ خپلو ظرفيتونو ته وده ورکوي.
د نننۍ نړۍ برلاسي ملتونه هغه دي چې ځانونه يې د معنوي بنسټونو په شتون سمبال او خپلې روزنيزې اړتياوې يې د همدغو ارزښتونو په پام کې نيولو سره د بل له احتياجه پرته پوره کړې وي.
له بده مرغه چې د ګران هیواد افغانستان دلسیزو ستونزو، ربړو، بشري منبع او ظرفیتونو د نه شتون په وجه د هر نا مناسب بیروني ناورین لاسونه رااوږده او پايله يې د سیاسي بې ثباتۍ، ټولنیزو ستونزو او نامناسب اقتصادي وضعیت دوام و؛ خو دې ټولو بدمرغيو ته د يو معقول حل يوازنۍ لار په افغانستان کې د خصوصي لوړو زده کړو ایجاد و چې له نېکه مرغه اوس ګڼې علمي ادارې پدې برخه کې زیار باسي او د هیواد د روڼتیا په فکر مختلفې برنامې تر تطبیق لاندې لري.
الفلاح پوهنتون هم د خپلو هېوادوالو د فکري روڼتيا او ويښتيا په هيله د خپلو راتلونکو لویو ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره غواړي خپله دردمنه ټولنه په معنوي لحاظ پر خپل خان متکي کړي. ددې موخې ترلاسه کولو لپاره يې خاص اهداف ټاکلي او ورته درسیدو لپاره يې پراخ علمي او اداري پروګرامونه پيل کړي څو وشو کولای ځوان کهول د هیواد جوړونې او هیواد پالنې په دیني او ملي روحیه سمبال او سمدستي پرمخ شته سیاسي بې ثباتۍ، ټولنیزو ستونزو او کاواکه اقتصادي وضعیت د نېکمرغۍ او پرځان بسياينې لور ته رهبري کړو.
ټولنې ته زموږ د وړاندې شوې بشري منبع تعهد د خپلو خلکو په وړاندې موږ ته د خپلو اهدافو او ستراتیژیو په کامل عمل کې په ښه بڼه د ترسراوي اطمینان راکوي او هڅوي مو چې دا ستر ملت د مثبت تغیر پلوی دی.
په همدې ارمان زيارباسو چې ځوان کهول مو خپل ځانونه د نړۍ د متمدنه اسلامي ځوانانو کتار کې وويني. له خپل څښتن تعالی سره د شوې وعدې په اساس خپلو خلکو ته ژمنتیا د خپل کار بنیادي اصل ګڼو او تر هغی پدې لار ځو چې خپلو سپېڅلو موخو ته رسېدلي نه يو.

ومن الله توفیق
‌‌ډاکتر سید معشوق سادات
د الفلاح پوهنتون رئیس