Home / څېړنه / مجلې په اړه

مجلې په اړه

الفلاح علمي څېړنيزه کلنۍ مجله

الفلاح علمي څېړنيزه مجله، د الفلاح پوهنتون رسمي علمي مجله ده چې په کال کې يو وار چاپېږي. دغه مجله کې د پوهنتون استادانو انفرادي او ګروپي څېړنې چې په ميداني او کتابتوني څېړنيزو کړنلارو ولاړې وي، تر تاييد او کتنې معلومې پروسې وروسته چاپ ته سپارل کېږي. د الفلاح پوهنتون له استادانو پرته، د نورو پوهنتونونو او څېړنيزو بنسټونو غړي هم کولی شي خپلې څېړنې الفلاح علمي څېړنيزي مجلې ته د چاپ لپاره واستوي.

هغه څېړنې چې د الفلاح علمي څېړنيزې مجلې ته د چاپ لپاره استول کېږي بايد لاندې برخې ولري:

– د څېړنې موضوع

– د څېړونکي نوم

– اداري تړاو

– لنډيز

– کليدي کلمات

– سريزه

– د څېړنې کړنلاره

– مناقشه/تحليل (د اړتيا په صورت کې)

– نتيجه/پايله

– وړانديزونه (د اړتيا په صورت کې)

– مأخذونه

څېړنې بايد د   arj@alfalahuni.edu.af  برېښناليک له لارې الفلاح علمي او څېړنيزې مجلې ته واستول شي. د ترلاسه شويو څېړنو کتنې به د يوې مياشتې په موده کې له څېړونکي سره شريکې شي.

يادونه: د الفلاح پوهنتون ټول دايمي استادان اړ دي چې په کال کې يوه څېړنه ترسره او علمي مجلې ته يې د چاپ لپاره وسپاري. له دې کبله مجلې ته ډېرې څېړنې سپارل کيږي. يوازې هغه څېړنې به د کتنو وړ وي چې پورته ذکر شوې برخې ولري، پر نوې موضوع ليکل شوې وي او د څېړنېزو اصولو په رڼا کې تر سره شوې/ليکل شوې وي. مجلې ته د څېړنې سپارل د چاپ تضمين نه کوي.