Home / څېړنه / موخې

موخې

د څېړنې امريت ستراتيژيک اهداف:

لومړی:

  • هر کال پر ملي ستونزو او مسايلو لږ تر لږه يوه څېړنه تر سره کول او چاپول.
  • د ختيځ زون په کچه د څېړنو اړوند کنفرانسونه او علمي سمينارونه دايرول.
  • هر کال لږ تر لږه د پوهنتون د استادانو له خوا پنځه څېړنې په معتبرو څېړنيزو ژورنالونو کې چاپېدل.
  • د پوهنتون استادانو او محصلانو لپاره، علمي منابعو ته د لاسرسي لپاره کار کول.

دويم:

  • د انلاين کتابتون اسانتياوې برابرول.
  • د ادبي غلا معلومولو مخنيوي په موخه، سافټوېر کارول.
  • داسې څېړنې تر سره کول چې د تطبيق ساحه (Scope) يې ټول افغانستان وي.

کلني اهداف (۱۳۹۷):

۱ – د کورنۍ دندو پلان د تطبيق په واسطه د محصلانو د ليکنې او څېړنې مهارت پياوړی کول.

۲ – د پايليکونو د موضوع ګانو او محتوا معياري توب لپاره د پوهنځيو د څېړنو کمېټو په واسطه د پايليکونو اړوند د ټولو لارښود استادانو د فعاليتونو څارل.

۳ – د ميداني څېړنو د تر سره کولو لپاره استادانو ته د قرطاسيې، ټرانسپورټ او علمي منابع په برابرولو کې له دوی سره همکاري کول.

۴ – د ټاکل شويو معيارونو پر اساس د پايليکونو داسې کتنه چې هيڅ محصل د بل چا پايليک په خپل نوم وړاندې نشي کړای.

۵ – د ختيځ زون په کچه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د پايليکونو د موضوع ګانو شريکولو سيسټم رامنځته کول.

۶- د معتبرو څېړنيزو ژورنالونو له لارې د علمي څېړنو د چاپ په نتيجه کې استادان تقديرول.

۷ – د مسلکي درسي کتابونو ژباړلو ته استادان هڅول.

۸ – د پنځه ګونو پوهنځيو استادانو ته د څېړنو په برخه کې په نويو موضوع ګانو سمينارونه ورکول.

۹ – د با استعداده، وړتيا لرونکو او څېړنو سره علاقه لرونکو محصلانو په واسطه ميداني څېړنې تر سره کول.

۱۰- له ملي څېړنيزو بنسټونو او مؤسساتو سره کاري تړلتيا پېدا کول او له همدې لارې د پوهنتون استادانو ته د څېړنو اړوند سمينارونه دايرول.

۱۱ – د محصلانو تر منځ د علمي څېړنې تګلارې اړوند عامه پوهاوي ته کار کول.

۱۲ – د پنځه ګونو پوهنځيو استادانو له خوا ترسره شوې څېړنې له چاپ وړاندې کتل.

۱۳ – د څېړنې کړنلاره يا (Research Methodology) مضمون درسي مفردات مهالني کول او د پوهنځيو د نصاب کمېټو له تاييد وروسته يې په متواتره توګه له تطبيق څخه ځان خبرول.