Home / څېړنه / پلجريزم

پلجريزم

د ادبي سرقت (Plagiarism) پاليسي:

د ادبي غلا تعريف او ډولونه

ژباړه: سيد شمس الدين همت

د ادبي غلا تعريف:

ليکنه کې د بل شخص نظريات يا الفاظ داسې وړاندې کول  چې  ګواکې دا د ليکوال خپل ليکل دي او مأخذ يې هم ذکر نشي، د ادبي غلا په نوم ياديږي.

دادبي غلا ډولونه[1]:

۱. د بل ليکوال ليکنه ټکي په ټکي په خپل نوم وړاندې کول. ( دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي ژبه کې د CLONE Plagiarism اصطلاح کارول کېږي)

۲. داسې ليکنه چې له يوې سرچينې څخه پکې ډېر مواد راخستل شوي وي او هيڅ تغير پکې نه وي راوړل شوی (په خپلو الفاظو نه وي ليکل شوې).(دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي ژبه کېCTRL-C Plagiarism وايي.)

۳. له بلې ليکنې څخه راخستل شوي ځانګړي الفاظ بدلول او نور متن همغه شان پرېښودل چې دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي ژبه کې د FIND-REPLACE Plagiarism اصطلاح کارول کېږي.

۴.دبل ليکوال د ليکنې څخه اقتباس کول او د بل ليکوال د ليکنې متن داسې تفسيرول او نقلول چې مناسب ربط هم ولري. ( دا ډول ادبي غلا په انګليسي کې د Plagiarism REMIX په نوم يادېږي.)

۵. دخپلې تېرې ليکنې څخه متن داسې راخستل چې خپله تېره ليکنه د مأخذ په حيث ذکر نشي. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې RECYCLE Plagiarism وايي.)

۶. په يوه ليکنه کې دډېرو مأخذونو لرونکې ليکنې څخه الفاظ، له کوم بدلون نه پرته نقل کول او د بلې ليکنې مأخذونه پکې نه ذکر کول.( دغه ادبي غلا په انګليسي ژبه کې HYBRID Plagiarism نومېږي.)

۷. هغه ليکنه چې له ګڼ شمېر سرچينو څخه رانقل شوي متنونه،کلمات پکې همغسې رانقل شوي وي او مأخذونه يې نه وي ذکر شوي. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې MASHUP Plagiarism ويل کېږي.)

۸. داسې ليکنه چې د مأخذونو يادونه پکې شوي وي، ليکن ليکل شوي معلومات په ذکر شويو مأخذونو کې موجود نه وي. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې Plagiarism404 ERROR وايي.)

۹. داسې ليکنه چې مأخذونه پکې په سمه توګه نقل شوي وي، ليکن مأخذونو کې ليکل شوي موضوع ګانې اصلي او حقيقي نه وي؛ بلکې د بل چا ليکنه وي. (دا ډول ادبي غلا په انګليسي ژبه کې

AGGREGATOR Plagiarism نومېږي.)

۱۰. ليکنه کې مأخذونه په سمه توګه کارول شوي وي، مګر له مأخذ څخه راخيستل شوې ليکنه باندې ډېر تمرکز شوی وي او د راخستل شوې ليکنې جوړښت او ترتيب کې هم هيڅ ډول بدلون نه وي راغلی. (دې ډول ادبي غلا ته په انګليسي کې PlagiarismRE-TWEET وايي.

د ادبي سرقت مخنيوي لارې چارې:

دا چې د ادبي سرقت معلومولو لپاره په اوس وخت کې (turnitin) او (ithenticate) سافټوېرونه کارول کيږي، دغه سافټوېرونه په پښتو او فارسي ژبه کې د لفظي اقتباس او ادبي سرقت اندازه نشي معلومولی. هغه ژبې چې د هغو لپاره دغه سافټويرونه کارول کيږي، پښتو او دري ژبې پکې شاملې نه دي. د ادبي سرقت د مخنيوي په موخه، د څېړنې امريت او نشراتو ډيپارټمنټ په پښتو او فارسي علمي او څېړنيزو ليکنو کې د ادبي سرقت معلومولو په موخه ليکنې/څېړنې، د اړوندې ساحې له ماهرينو سره چې د موضوع اړوند بشپړ او تازه معلومات لري، شريکوي . د دې تر څنګ له ليکوالو اوڅېړونکو څخه په ليکنه کې د ادبي سرقت نه شتون باورليک تر لاسه کوي.

[1]Turnitin “White paper: The plagiarism spectrum. Instructor insights into 10 types of plagiarism” Turnitin, LLC, 1111 Broadway, 3rd Floor Oakland California, 94607 USA, 2015