Home / ژورناليزم / پوهنځي په اړه

پوهنځي په اړه

ژورنالېزم پوهنځی په (۱۳۹۰) هـ ش کال د الفلاح پوهنتون له تاسیس سره سم رامنځته شوی چې تر دې مهاله یې په درې دورو کې ۷۳ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

الفلاح پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي دا مهال (۱۳۹۷) ۸۴ تنه محصلان لري چې په دویم، څلورم، پنځم او اووم سمستر کې په زده کړو بوخت دي.

د پوهنځي لرلید او رسالت

لرليد (Vision):

د افغانستان او سيمې په کچه د ژورناليزم په برخه کې غوره او پېژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدريس لوړ کيفيت، پياوړي مسلکي کادرونو، غوره نظم او ډسپلين او اسلامي چاپېريال په درلودلو سره داسې نسل تربيه کړي چې په اړونده برخه کې د ټولنې راتلونکی روښانه کړي.

رسالت: (Mission)

ټولنې ته د علمي کادرونو، او په کار پوه مسلکي ژورنالېستان وړاندې کول، چې د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره لاندې اهداف پلي کوو:

  1. د مسلکي ژورنالېزم په برخه کې په تيوريکي اوعملي ډول د اسلامي اواخلاقي معيارونو په چوکاټ کې دګران هېواد افغانستان دبچيانو سالمه روزنه .
  2. د ټولنې او وګړو دستونزو د هواري لپاره په يو ژورنالېست کې رښتونې ژورناليستيکي وړتياوې پيداکول.
  3. د نوې ټکنالوجۍ له ليارې د ژورنالېزم دمسلک په پياوړتيا، ديو درست او مثبت مسير پر لور د ټولنې د وګړو هڅونه.
  4. په مسلکي لحاظ دپېچلو مسائلو راسپړنه، څېړنه او د حساسو بحثونو له ليارې د حقايقو رابرسېره کول.
  5. داسلامي او اخلاقي ارزښتونو په نظرکې نيولو سره د ټولنې وګړي له ملي اونړيوالو پېښو څخه خبرول، پوهې او علم ته يې هڅول او ورته سالمې تفريحي خپرونې وړاندې کول.

ارزښتونه (Values):

۱اسلامي اصولوته پابندي.

۲دوه اړخيز درناوی او برابري.

۳په محصلانو کې دملي فکر پيداکول.

۴په لوړ کيفيت د زده کړو وړاندې کول.

۵- نظم، شفافيت او حساب ورکونه.