Home / خبرونه / خبرتياوې / د سپين غر مومند روغتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د روغتيايي خدمتونو تړون

د سپين غر مومند روغتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د روغتيايي خدمتونو تړون

02

۱۳۹۵/۵/۱۶
په دغه تړون کې د سپين غر تدريسي روغتون ادارې لخوا د الفلاح پوهنتون استادانو، محصلينو او اداري او خدماتي کارکوونکو ته لاندې روغتيايي خدماتي اسانتياوې په نظر کې نيول شوي دي:
د ټولو لابراتوري خدماتو ترسره کول په ۵۰ سلنه تخفيف سره.
اړتيا وړ درمل د روغتون له اصولو سره سم، په مناسب قيمت.
ټول الټراساونډ او ايکو معاينات په ۵۰ سلنه تخفيف سره.
د ډاکتر فيس او فزيکي معاينات ترسره کول په وړيا توګه.
د بستر خدمات (د اطاق کرايه، د برق د اطاق ګرم او يخ ساتل) په وړيا توګه.
د نرسنګ او پرستارۍ ټول خدمات په وړيا توګه.
په ياد تړون کې د سپین غر تدريسي روغتون پروړاندې د الفلاح پوهنتون مسووليت په رسمي وخت کې د استادانو، محصلينو او اداري او خدماتي کارکوونکو لېږدل او له يادو ورتلونکو اشخاصو سره د پېژند کارت شتون دی.
د الفلاح پوهنتون مشرتابه او ټول اړوند استادان او کارکوونکي د سپين غر روغتون له دغې خيريه ژمنې او خدمتونو څخه د زړه له کومې منندوی دي او په علمي چارو کې يې بریاليتوب غواړي.
د الفلاح پوهنتون ټول استادان او اداري کارکوونکي کولی شي د اړتيا پرمهال ياد روغتون ته مراجعه وکړي.
ادرس: سپین غر مومند تدرسي روغتون، د عربانو ګولايي، جلال آباد ښار.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *