Home / خبرونه / وروستي خبرونه / سمينار: د برېښنا شبکې ډيزاين

سمينار: د برېښنا شبکې ډيزاين

04

2016/7/25
د انجنيرۍ پوهنځي د سيول ډيپارټمنټ د بريښنا مضمون استاد انجنير عبدالنصير حريف لخوا د دريمې دورې د سهار څانګې ګروپونو ته د برېښنا شبکې ډيزاين اړوند برخو کې سمينار ورکړل شو.
په سمينار کې د يادو ګروپونو ټولو محصلينو سربېره د انجنيرۍ پوهنځي استادانو انجنير ميوند سيرت او انجنير عتيق الله عاطف هم ګډون درلود.
ټولو ګروپونه ته لارښوونه وشوه چې د خپلو پروژو اړونده بريښنا شبکو د ډيزاين په برخه کې د ستونزو د حل او د نورمونو د ترلاسه کولو لپاره د دفاع پروژو د کميټې په دفتر کې د دفاع پروژو لپاره په ټاکل شوو ورځو کې اړوند استاد ته مراجعه وکړي.
+++
دغه راز د ماښام دورې محصلينو ته هم د استاد عبدالنصير حريف لخوا د برېښنا شبکې د ډيزاين اړوند سمينار وړاندې شو.
په سمينار کې ګدون کوونکو ته د ښاغلي حريف لخوا لارښوونه وشوه چې څه ډول د خپلو دفاع پروژو لپاره د بريښنا د شبکې ډيزاين کارونه پيل او په ترتيب سره يې پر مخ يوسي.
د سيمنار په پای کې د سوالونو او ځوابونو په لړ کې د ګډونوالو پوښتنو ته د استاذ عبدالنصير حريف لخوا ځوابونه وويل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *