Home / ليکنې / اروا پوهنه / د اغېزناکې مطالعې هنر

د اغېزناکې مطالعې هنر

011

 الله يار

له هغه وخته چې کتابت رامنځته شوی انسان هم خپله علمي پوهه، نظريات او تجربې ليکل پيل کړي او خپاره کړي دي، په همدې خاطر مطالعه د انساني پرمختګ او فکري غوړېدنې بنسټيز عنصر ګڼل کېږي.

د پرمخت تلليو هېوادونو د لوړتيا راز په مطالعه کې دی؛ ځکه هغه څوک چې مطالعې ته اهميت ورکړي، د علميت لوړو پوړيو ته رسېږي. مطالعه فطري نه بلکې يو کسبي کړنه ده، ځکه خو هر لوستی کولی شي له دغه هنر سره ځان بلد کړي.

کومه ټولنه کې چې له مطالعې سره يې مينه کمه وي، وګړي يې فرهنګي افت وهلي ګڼل کېږي، هغه وګړي چې مطالعه او لوستنه په سمه بڼه درک کړي، اخلاق يې پیاوړي کېږي. ځينې ارواپوهان مطالعه د اروايي ناروغيو درملنه بولي او وايي ډېری لوستي چې کله د غوسې پرمهال لوستنې ته مخه کوي، قهر يې ډېر ژر سړېږي او روحي سکون احساسو

د مطالعې ډولونه

الف: مکاني مطالعه

دا بڼه يې پر ذهني تصويرونو ولاړه ده. ۵۰۰ ق ميلاد، پخواني يونان کې د سيمونيدس شاعر په نوم يو شاعر چې په يو راهب يې شعر ليکلی و او د اورولو لپاره يې په يو ستر تالار کې غونډه جوړه شوې وه، د غونډې له پيله څو شېبې وړاندې راهب له سيمونيدس څخه غوښتنه کوي چې له تالار نه بېرون راووځي، د نوموړي له راوتلو سره سم د تالار چت راپرېووځي. کله چې له خاورو د مړو شويو ګډونوالو جسدونه راووېستل شول، نو دوستانو يې څېرې ونه شوې پېژندای؛ خو سيمونيدس له خلکو غوښتنه وکړه چې ټول جسدونه دې بېرته د تالار ناستځای ته وروړل شي. نوموړي د خپل ذهني تصوير په جوړولو هر جسد په خپل ځای کېښود او هر چا ته يې خپل خپل مړی وروپېژنده.

ب: ډله ييزه

څو تنه محصلين يا لوستي وګړي په خپل منځ کې د ټول کتاب موضوعات سره وېشي او بيا پرې لږ ساعت وروسته هر سړی خپل معلومات وړاندې کوي او نور ترې همغه مهمې نقطې ياداشت کوي؛ خو دا چاره محيط جوړونې ته اړتيا لري، يانې هغه څوک چې غواړي دا ډول مطالعه وکړي؛ نو د ځان په څېر په مطالعه مئين وګړي انتخاب کړي.

ج: انفرادي مطالعه

دا ډول مطالعه بيا درې بڼې لري: ۱- کرښه په کرښه، پراګراف په پراګراف، مقايسوي، وقفه يي او عمومي مطالعه.

۱- کرښه په کرښه: په دغه روش کې لوستونکی د قرانکريم د حافظ په ډول ګردان کوي، يوه يوه کرښه لولي او هغه خپلې حافظې ته سپاري چې دا بيا له ځان سره د ذهني ستړيا او فشار اغېزې لري.

۲- پراګراف په پراګراف: دې بڼه کې لوستونکی يو پراګراف لولي، پر مهمو ټکو يې بيا لنډ مرور کوي او بيا بل پراګراف ته ورځي.

۳- مقايسوي مطالعه : لوستونکی يو فصل لولي او بيا په يادو (د خپلې حافظې په مرسته) ټول فرعي عنوانونه د يو کوچني کاغذ پرمخ ليکي او تر هغې وروسته يې د کتاب يا چپټر له لوستل شويو عنوانونو سره مقايسه کوي چې ذهن يې څومره له ځان سره ساتلي دي.

۴- وقفه يي مطالعه: په دې بڼه کې لوستونکی يو فصل لولي، په هغه څو شېبې لنډ مکس (فکر) کوي چې دې کې مهم مفهوم (هدف) څه و، موضوع په کومو برخو وېشل شوې وه، يانې په لنډ ډول يې له ځان سره تحليلوي.

۵- عمومي مطالعه: په دې ډول کې لوستونکی ټول مضمون يا کتاب له مخې لولي او ځينې لنډې او موهمې جملې ترې په يو کاغذ ياداشت کوي يا يې هملته متن لاندې په پنسل يوه کرښه راکاږي. دويم ځل بيا يوازې همدا ياداشت کړي يا په نښه کړي ځايونه لولي او حافظې ته يې سپاري.

د مطالعې شرايط

د اغېزناکې مطالعې لپاره  لاندې شرطونه اړين ګڼل شوي دي:

  • تر هرڅه وړاندې بايد د لوستنې توده مينه او ليوالتيا ولرئ
  • مناسب، ارام او شور و زوږ مطمئن ځای وټاکئ
  • د خوب د غلبې پرمهال پرځان د لوستو فشار مه راوړئ (ارام وکړئ)
  • با نظمه اوسئ؛ ځکه نظم او دسپلين د تمرکز جوړېدنې لومړی اساس ګڼل کېږي.
  • که دشپې لخوا مطالعه کوئ؛ نو مناسبه رڼا وکاروئ (ژېړرنګې بڼه ولري) که ډېره سپينه يا ځلېدونکې وي، شايد د سترګو ستړيا احساس کړئ.
  • پلان جوړ کړئ ( وخت وټاکئ، خپل فرصت ته په کتو د هرې ورځ يا شپې لپاره يو معمول ټېم په نظر کې ونيسئ)
  • که غواړئ په اونۍ کې اوه مضامين مطالعه کړئ، يوه ورځ يو مضمون ته مه ورکوئ، هره ورځ هر مضمون ته لږ لږ وخت ورکړئ؛ خو دا په مسلکي برخه کې د منلو وړ ده؛ ځکه پرته له دې د ګڼو بېلابېلو مسلکونو د مضامينو مطالعه ډېره ګټوره نه تمامېږي.
  • زغم ولره، لکه په غره کې تيږه ماتوونکي (په يو ځل لوستو د ټول متن يادول مه غواړه، بيا بياځل يې ولوله تر هغې چې دې زړه پرې اوبه وڅکي.)
  • هره ورځ نيم يا يو ساعت ورزش کوئ(دا مو په حافظه مخامخ اغېز لري)
  • د قران کريم د سوره انفال ۶۲ نمبر ايت دا برخه : فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ. ياده کړئ او هره ورځ يې تر خپل وس له ځان سره ګردانوئ، حافظه به مو پیاوړې وي.
  • که غواړئ څو عنوانه کتابونه مطالعه کړئ؛ نو له يو دلچسپه هغه يې پيل کړئ
  • ځينې داسې څه لکه خرما، کشمش يا نور قندي مواد له ځان سره نېږدئ وساتئ، دغه اوبه ډېرې وڅښئ
  • له مطالعې سره همماله بل کار مه کوئ، لکه تلويزيون ته کتل، ټېلفون کارول يا بل څه

د مطالعې پيل

  • وخت محاسبه کړئ: کتاب په ساعتونوووېشئ
  • کتاب يا خپله اړونده موضوع په درې پړاوونو ووېشئ
  • لومړی يې په سرسري ډول له نظره تېر کړئ
  • په دويم ځل يې ژوره او دقيقه مطالعه کړئ، مهم ټکي يې د پنسل په واسطه په نښه او يو کوچني کاغذ باندې لنډ ياداشت ترې واخلئ (ددې لپاره داهم کولی شئ په هره صفه کې لنډ نچوړ هملته په يو زېړ سټېکر باندې وليکئ)
  • درېيم ځل همغه عنوانونه او جملې چې ياداشت کړي مودي په مفهومي ډول خپل ځان سره تکرار او تشريح کړئ.

څو اړينې خبرې

  • کله چې خسته کېږئ؛ نو سمدواره يوه ژوره ساه واخلئ، څو شېبې خپل انداموه په راحت کې پرېږدئ، يا قدمونه ووهئ.
  • روش مو وپېژنئ (په ناسته، ګرځېدو يا يو ځای کې ولاړه باندې درس ښه زده کولی شئ) که ستونزه وه تغير يې کړئ.
  • ستونزه درک کړئ چې ولې په دې روش کې زده کړه نه شم کولی؟
  • ميخانيکه زده کړه مه کوئ؛ ځکه دا مو يوازې ازموينې پورې منحصروي؛ خو د ذهني انکشاف مخه مو نيسي، تحليل به درته ډېر ګران وي.
  • د اونۍ دوه وروستيو ورځو کې يو څه وخت د ټولې اونۍ درسونو تکرار ته ځانګړی کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *