Home / خبرونه / وروستي خبرونه / د استادانو او اداري کارکوونکو ستاينغونډه وشوه

د استادانو او اداري کارکوونکو ستاينغونډه وشوه

د استادانو او اداري کارکوونکو ستاينغونډه وشوه
۱۳۹۵/۹/۱۵

SONY DSC
SONY DSC

د الفلاح پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو د ستاينې لپاره جوړه شوې غونډه د ټولو استادانو او اداري کارکوونکو په ګډون پای ته ورسېده.
د ستاينغونډې پيل د سهار په ۱۱ بجو د استاد نورالله نوري لخوا د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وشو او پرانستې وينا يې د پوهنتون رئيس ډاکتر سيد معشوق سادات وکړه.
نوموړي په چارو کې د استادانو او اداري کارکوونکو خلوص او صداقت د ستاينې وړ وباله او له مؤسسې د پوهنتون کچې ته ارتقاء يې د همدوی د خواريو پايله وګڼله.
ښاغلي سادات استادانو او اداري کارکوونکو ته په دندو کې د لازياتو اسانتياوو برابرولو ژمنه وکړه.
د الفلاح علمي معاون حاکم مشفق بيا خپلو تشويقي خبرو کې د استادانو تدريسي چارې له علمي اړخه هيله بښونکې او د قدر وړ وګڼلې. هغه داهم وويل چې ددې غونډې موخه د استادانو او اداري کارکوونکو د ستړيا دمه کول او روحي ارامتيا ده.
د ستاينغونډې په اوږدو کې د ګډونوالو د خوښۍ لپاره ځای ځای تفريحي پروګرامونه هم په پام کې نيول شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *