Home / خبرونه / ۱۱ مې ۲۰ فيصده ازموينې پيل شوې

۱۱ مې ۲۰ فيصده ازموينې پيل شوې

۱۳۹۵/۹/۲۷

dsc00051
د الفلاح پوهنتون د پنځو پوهنځيو (انجينري، اقتصاد، ژورناليزم، شرعيات او حقوقو) د ټولو ټولګيو منځنۍ ازموينې د شنبې په ورځ ( د روانې ليندۍ مياشت ۲۷ مه) پيل شوې.

dsc00013
د ازموينو په لومړۍ ورځ د ازموينو کمېټې لخوا استادانو ته د ازموينو د نوي ميتود په اړه معلومات ورکړل شول. د پروګرام پرانستې وينا د الفلاح پوهنتون رئيس ډاکتر سيد معشوق سادات وکړه. نوموړي خپلو خبرو کې د ازموينو شفافه صحنه د علمي لوړتيا په کيفيت پورې تړلی اړخ وګڼه او ټينګار يې وکړ چې د ازموينو په ټوله پروسه بايد د پخوا په څېر د عدالت ترسيوري لاندې وي.
د ازموينو کمېټې مسوول فريد الله فضلي د ازموينو اړوند ټول اړين مسايل د پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *