د پوهنځي پېژندنه

لرليد (Vision)
د افغانستان او سيمې په کچه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې غوره او پېژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدريس لوړ کيفيت، پياوړي مسلکي کدرونو، غوره نظم او دسپلين او اسلامي چاپيريال په درلودلو سره داسې نسل تربيه کړي چې په اړونده برخه کې د ټولنې راتلونکی روښانه کړي.
رسالت (Mission)
ټولنې ته د علمي کدرونو، باتدبيره سياستپوهانو، ديپلوماتانو او په کار پوه مسلکي مدافع وکيلانو او څارنوالانو وړاندې کول، ترڅو د افغاني رنځيدلي، کړېدلي او ټپرېدلي ټولنې د درد دوا شي او په راتلونکي کې د همدوی په مټ يو سوکاله، اباد او پرمختللی افغانستان ولرو، چې د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره لاندې اهداف پلي کوو:
 د افغانستان سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدليي ارګانونو ته د پياوړ کادرونو روزنه او وړاندې کول.
 د هيواد سياسي، اداري، حقوقي، قضايي، عدليي او جنايي موضوعاتو، مفاهيمو او خصوصياتو سره د علمي او مسلکي کادرونو او محصلينو اشنا کول.
 د مختلفو سياسي، حقوقي، قضايي،عدليي او جزايي موضوعاتو څيړل او تحليلول.
 په ملي او نړيوالو معيارونو برابر سياسي،اداري،حقوقي، قضايي اوعدلي برخو کې د خدمت په موخه دکادرونو وړاندې کول.
 له اسلامي او وضعي قوانينو سره د محصلينو او په ټوله کې د ټولنې اشنا کول.
 په محصلينو کې د نظام، دولت او اړوندو ادارو د پيژندولو وړتيا پيداکول.
 د قضا او څارنوالۍ او دفاع وکالت په اړه دمحصلينو د وړتياوو رامنځ ته کول.
 د داخلي او خارجي سياست پيژندل او داړونده مفاهيمو سره دمحصلينو اشنا کول.
 د نړيوالو سازمانونو پيژندل.
 په حقوقي او سياسي برخو کې د محصلينو د ليکنې او نوښت وړتيا ژوندي کول.
د نورو هيوادونو سره د نړيوالو اړيکو د برقرارۍ په خاطر د ديپلوماتيکو حقوقو تحليلول.

د پوهنځي شاليد(Historical background of faculty):
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د الفلاح پوهنتون په چوکاټ کې د هيواد او سيمې د اړتيا په اساس تاسيس او ايجاد شو، تر دا مهاله يې اته (۸) د کانکور ازموينې اخيستي، چې نږدې ۱۴۵۰ تنه محصلين لري، چې په لمړي، دوهم، دريم، څلورم، پنځم ، شپږم،اووم او اتم سمستر کې زده کړې کوي.
ياد پوهنځي په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې دوه څانګې (ادارې ا و ديپلوماسۍ او قضاء او څارنوالۍ ) فعاله کړې چې تر دې دمه په پنځم، شپږم، اووم او اتم سمستر کې زده کړې کوي.
د حقوقو پوهنځي د تدريس چارې د د کتورا، ماسترۍ او لسانس په کچه علمي او پوهنيز کدرونو (کادرونو) لخوا چې تعداد يې ۳۵ تنو ته رسيږي پرمخ وړل کيږي.
د علمي برخې تر څنګ اداري کارونه هم د پياوړو او تجربه لرونکو اداري کارکوونکو لخوا پرمخ وړل کيږي، چې په هغې کې د پوهنځي رئيس، مرستيال، تدريسي مدير او د تدريسي مدير مرستيال شامل دي.
نوموړی پوهنځی د تدريس دوه شفټه (دورې) لري چې يو شفټ يې د سهار په ۶ بجو پيليږي او ۹ بجو پای ته رسيږي او دويم شفټ يې د ماذيګر په ۴ بجو پيليږي او د ماخستن په ۷ بجو پای ته رسيږي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی نږدې ۴۰ خونې چې په هر ډول وسايلو (LCD، تختې، مارکر، انټرنټ لاين، منظمې چوکۍ…) سنبال دي، لري.
ياد پوهنځی اوسمهال څلور لويې کمېټې لري چې د پوهنځي اړونده کارونه په منظم ډول ترسره کوي، يادې کميټې په لاندې ډول دي:
1. تضمين کيفيت کمېټه
2. کريکولم کمېټه
3. ستراتيژيک پلان کمېټه
4. فرهنګي کمېټه
يادې کمېټې د خپل مهالويش سره سم شوراګانې لري او د پوهنځي اړونده کارونه د همغو شوراګانو له لارې بحث کيږي او د عملي کولو لپاره يې اقدام کيږي.
د يادو کمېټو ترڅنګ پوهنځی دوه لويې شوراګانې لري چې يوه يې د استادانو شورا ده چې د پوهنځي ټول استادان يې غړي دي او بله يې د پوهنځي علمي شورا ده، چې محدود غړي لري او د پوهنځي اړونده لويې پريکړې د همدې شورا له لارې نيول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *