Home / پوهنځي / انجينري / پوهنځي په اړه / پوهنځي پېژندنه

پوهنځي پېژندنه

د انجنيرۍ پوهنځي لنډه تاريخچه:

SONY DSC

د ګران هېواد رغيزې اړتيا په پام کې نيولو سره د الفلاح پوهنتون په انجنيرۍ پوهنځي کې د سيول انجينرۍڅانګه انتخاب او په فعاليت يې شروع وکړه، په لمړي ځل يې په (1390/07/29) نېټه د کانکور آزموينه واخيسته او د لمړي دور محصلين ئې جذب کړه چې ټول تعداد ئې ( 35 ) تنه وه په دوه صنفونو وويشل شوه چې يو صنف ئې سهار او بل صنف ئې ماښام وه، پدې وخت کې د پوهنځي رئيس انجنير شفيق الله زاهد، محمد وارث حيدر د پوهنځي تدريسي مدير او د شپږ تنو ليسانس استاذانو لخوا پرمخ وړل کيده.
طبيعي خبره ده چې په لمړيو وختونو کې نيمګرتياوې زياتې وې؛ خو د وخت په تيريدو سره په نسبي ډول ډير ښه اصلاحات راغلل، د مختلفو اداري واحدونو سره د مشورو په نتيجه کې د پوهنځي لپاره څلورکلنه تحصيلي دوره د کريډيټ په سيستم بناشوه او تصميم ونيول شو چې په محصلينو به عملي کارونه د څلورکلنې دورې په جريان کې تر سره کيږي. وروسته د اړتيا ارزونې څخه د انجنيرۍ پوهنځي کريکولم د څلور کلنې دورې لپاره آماده او ترتيب شو، د پوهنځي لپاره دوهمه د کانکور آزموينه په ( 1391/02/08 ) نيټه واخيستل شوه، چې د کانکورازموينې له لارې دې پوهنځي ته ټول ټال (22) تنه کامياب شول ، چې د لوړو زده کړو وزارت د فرمان “هغه متعلمين چې په دولتي کانکور کې بې نتيجي شويدي هغه کولاې شي چې د لوړو زده کړوخصوصي مؤسساتوته بدون د امتحان څخه خپلو لوړو زده کړوته دوام ورکړي ” په دې اساس انجنيرۍ پوهنځي ته ټول ( 758 ) محصلين جذب شول.
د پوهنځي عملي کارونو لپاره لابراتوار په ښه وسايلو مجهز شو او کمپيوټر خونې جوړې شوې، فعلا د انجنيرۍ پوهنځی ۲۰ تدريسي خونې لري او څه دپاسه ۶۰۰ محصلين پکې زده کړې کوي چې د ۲۰ تنه استادانو او ۳ تنه کارمندانو لخوايې د تدريس چارې پرمخ وړل کيږي. مجهز لابراتوار او کمپيوټر خونې لري، د انجنيرۍ پوهنځي د ښه پرمختګ نظم او د معياري تدريس لپاره لاندې ډيپارټمنټونه جوړ شو:
ساينس ډيپارټمنټ
سيول ډيپارټمنټ
د يادونې وړ ده چې د انجنيرۍ پوهنخی مستقل او د کومې ادارې پورې تړلتيا نلري، د سيمې حالاتوته په کتو د محصلينو څخه په کمه اندازه فيس اخيستل کيږي او د مسلکي استادانو لخوا چې په داخل او خارج کې يې زده کړې کړي پر مخ وړل کيږي او د منطقې په سطحه يو د ښه پوهنځيو څخه شميرل کيږي.

لرليد (Vision)
د افغانستان او سيمې په کچه د انجنيرۍ په برخه کې غوره او پېژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدريس لوړ کيفيت، پياوړي مسلکي کدرونو، غوره نظم او دسپلين او اسلامي چاپيريال په درلودلو سره داسې نسل تربيه کړي چې په اړونده برخه کې د ټولنې راتلونکی روښانه کړي.
تشکيلاتي جوړښت
د انجنيرۍ پوهنځی چې (۲۰۱۱ م ) کال د الفلاح پوهنتون په چوکاټ کې رامېنځ ته شوې د يو رئيس، معاون، تدريسي مدير او يو خادم په شمول ۲۲ تنه غړې لري د انجنيرۍ پوهنځی دوه ډيپارټمنټونه (د ساينسې مضامينو ډيپارټمنټ او د سيول ډيپارټمنټ ) او څلور کمېټو (تضمين کيفيت کمېټه، کريکولم کمېټه، دفاع پروژو کميټه، ستراتيژيک پلان کميټه) په لرلو سربيره مختلفې شوراګانې لري چې په لاندې چارټ کې يې مشاهده کولاې شو:

د انجنيرۍ پوهنځي اهداف(Goals) :
 د ګران هيواد د رغونې او بيارغونې په موخه د مسلکي انجنيرانو روزنه.
 د انجنيرۍ اړونده ستونزو ته د حل لارې چارې موندل.
 په هيواد کې د سيول انجنيرۍ د هم مسلکانو په منځ کې د انجنيرۍ تجربو شريکول.
 د بنيادي ساختمانونو د ډيزاين او جوړولو لپاره د معاصرو بين المللي ستندردونو او همدارنګه په موسساتو کې د ساختماني موادو د کيفيت کنترولولو طريقو شريکول.
 د سيول په څانګه کې د بين المللي درسي کريکولم مطابق د ځوانانو روزل
موخې ( (Objectives
د انجنيرۍ پوهنځی بايد دالفلاح پوهنتون مرام حاصلولو لپاره لانديني اهدافو ته ورسيږي.

 محصلينو ته د نوي تکنالوژۍ د غوښتنې مطابق د تدريس زمينه مساعدول.
 د انجنيرۍ پوهنځي کادرونو ته د لنډ مهالې او اوږدې مودې دبورسونو زمينه برابرول.
 د پوهنځي استادانو لخوا د نوی تکنالوژۍ مطابق د څيړنو او ليکنو تر سره کول او د ټولنې تخنيکي او مسلکي اشخاصو او ادارو سره هغوی شريکول.
 د پورتنيو اهدافو لاسته راوړلو لپاره بايد لاندينې کارونه اجرا او امکانات ورته مساعد شي:
 د موجوده وسايلو او وسايطو څخه په درسته توګه استفاده کول او د نوی او عصري وسايلو او وسايطو پيدا کول .
 د محصلينو د پوهې د سطحې لوړولو په خاطر د تيوري او عملي درسونو ترڅنګ د پرمختللي تخنيکي لابراتوارونو څخه استفاده کول .
 په تدريس کې د سمعي او بصري وسايلو څخه استفاده کول .
 محصلينو ته د عملي کارونو او پرکتيک لپاره زمينه مساعدول .
 د هيواد نورو پوهنتونونو د انجنيري پوهنځيو سره د علمي او اکاډميک تجاربو شريکولو په خاطر دهماهنګۍ ايجادول .
 په هر سمستر کې د علمي سطحي د لوړتيا په خاطر د محصلينو او استاذانو لخوا د کنفرانسونو زمينه برابرول .
 د نوي تکنالوژۍ، منابعو او ماخذونو څخه اعظمي استفاده کول.
 د دې تر څنګ د انجنيرۍ پوهنځي هر استاد د خپل مضمون مرام ، اهداف ، په اونۍ کې د نظري او عملي ساعتونو شمير ، ماخذ او ممد ماخذ د کريکولم په شکل ترتيب او د پوهنتون د ځان ارزونې کميټې او کريکولم کميټې ته يې د وروستيو اجراتو لپاره وړاندې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *