پوهنځي په اړه

سریزه


د هر هېواد اساس ټولنیزې اسنتیاوې، پرمختیاوې، اقتصادي پرمختګ، د غوره استعدادونو رامنځته کیدل د غوره زده کړې له لارې رامینځته کیدای شي، بناء ٌ دالفلاح پوهنتون د شرعیاتو او قانون پوهنځی هم د لوړو زده کړو د لوایحو او مقرراتو سره سم په پام کې لري چې خپلې اسلامي ټولنې ته په علم سمبال او غوره کادرونه دخدمت په موخه وړاندې کړي.
موږ د داسې غوره ځوان کادر د روزلو په تکل کې يو چې تر لوړو زده کړو فراغت وروسته وکړی شي د هېواد په عدلي او قضايي سيستم سربېره اړوندو مسلکي برخو کې بدلون راوستونکي پرمختيايي افتخارات له ځان سره ولري.
په همدې نيت شرعياتو پوهنځي هڅه کوي خپلو هغو موخو ته په ټاکلې موده ځان ورسوي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نيولو سره ورته کار کېږي.
د شرعياتو پوهنځی په کال ۱۳۹۳هـ ش د حمل له مياشتې خپل علمي فعاليت پيل کړی چې په لاندی څانګو مشتمل دی:
۱- د فقه او قانون ډیپارټمنټ دفارغ ورکوونکي په توګه.
۲- د اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ دفارغ نه ورکوونکی په توګه .
۳- د اسلامي ثقافت ډیپارتمنټ چې په ټولوعصری پوهنځیو کې خپل درسي پلان تعقیبوي.

شرعیاتو پوهنځی خپل پروګرامونه تردې دمه په دریو برخو کې پرمخ بیایي:
۱- فقه اوقانون ديپارټمنټ:
لکه څرنګه چې دنوم څخه يې څرګنديږي، د هغه ديپارتمنټ څخه عبارت دی چې په دې کې د اسلامي فقې او قانون په اړوند مضامين تر بحث لاندې نيول کيږي ياپه اسلامي علومواو قانون باندې پوهه اشخاص روزي او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کوي.
۲-اسلامي تعليماتو ديپارتمنټ:
هغه ډيپارټمنټ دی چې په کې تر ټولو وړاندې الهي کتاب قرآن عظيم الشان ،تفسير او نبوي احاديثو تشريح تر بحث لاندې نيول کيږي. ورپسې د ټولو اسلامي علومو څخه څيړنه کوي او بالاخره په اسلام باندې پوهه او په اسلامي فکرسمبال داعیان روزي او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کوي.
۳-د اسلامي ثقافت ديپارټمنټ:
نوموړی دیپارټمنټ پوهنتون شموله دیپارټمنټ دی او د ټولوعصري پوهنځیو محصلین د اسلامي فرهنګ، د اسلام مبارک دین د اساساتو، افکارو، اخلاقو، آدابو، کورني ژوند، اسلامي سیاست، معاملاتو او داسې نورو سره آشناکوي اوخبروي يې.
د شرعياتو پوهنځي تردې دمه په مجموعي توګه په پنځو دورو کې ۱۷۱ فارغان دټولنې چوپړ ته وړاندې کړي دي.

دپوهنځي جوړښت:

۱- ریاست ۲- معاونیت ۳- تدریسي مدیریت
۴- ډیپارتمنټونه او اجرائیه مدیریت ۵- د کتابتون مسوول ۶- ملازم

تعلیمي پلان :
د شرعياتو پوهنځی د اوس لپاره دوه ديپارټمنټونه لري چې يویې دفقه اوقانون او بل يې د اسلامي تعلیماتوډيپارټمنټ دی، ده فقه اوقانون څانګې لافارغان نه دي ورکړي .
د پوهنځي په دواړو څانګو کې پر زده کړو بوختو محصلينو ته د(۲۳) رسمي اودایمي استادانو تر نظارت لاندې- چې څلور تنه يې د دکتورا، (۱۱) تنه يې د ماسترۍ لرونکي او پاتې نور يې د لسانس او ديپلوم لرونکي- په زده کړو بوخت دي. د شرعیاتو پوهنځي خپل درسي کريکولم د کابل پوهنتون دشرعياتو پوهنځي دکريکولم سره سم عيارکړی چې په نوموړي کريکولم کې اکثراً قدیمي متون مقرردي چې دپوهنځي داستادانولخواپه قدیمي اوجديدومیتودونوسره تدریس کيږي. هر استاد دخپل مضمون مفردات ددرسي پلان سره سم تدریسوي.

د شمولیت شرایط:
د شرعیاتو او قانون پوهنځی د هیواد د نافذه قوانینو او د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو سره سم هغه کسان چې ددولسم اوڅوارلسم ټولګیو څخه فارغیږي د ټاکل شوي امتحان (کانکور) له لارې د الفلاح پوهنتون شرعیاتو او قانون پوهنځي ته د محصل په صفت منل کیږي او په هغه ملي او اسلامي روزنه چې د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو او د هیواد دنافذه قوانینو سره سم په خپل درسي فعالیت پيل کوي.
د فراغت شرائط:
د شرعیاتو اوقانون پوهنځي هغه محصلینوته چې د هیواد د نافذه قوانینو او دلوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو سره سم خپله تحصیلي دوره په بشپړه توګه پای ته ورسوي او خپل تحصیلي مونوګراف د رهنما استاد په لارښونه بشپړ کړي د لسانس سند ورکوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.
د فارغانو لپاره کاري فرصتونه:
د شرعیاتواوقانون پوهنځي تردې دمه درې دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړیدي چې د یوې غیر رسمي احصائيې له مخې ۹۰٪ نوي فیصده یې دولتي او غیردولتي موسسو کې په کارونو بوخت دي.
د شرعیاتواو قانون پوهنځي څخه فارغ افراد کولای شي چې د هیواد د عدلي او قضائي نظام په اصلاح کې ارزښتناک رول ولوبوي.
همدا راز د شرعیاتو اوقانون پوهنځیو فارغان او استادان کولای شي چې د هیواد په قضائي او عدلي نظام کې د مشاورینو په صفت دنده ترسره کړي او دقانون د حاکمیت د استقرار د کمیټې غړیتوب او یامشري وکړي.
د شرعیاتواوقانون پوهنځیو فارغان او استادان د افغانستان داساسي قانون او نورو فرعي قوانینو په تدوین کې رغنده رول لوبولای شي.
همدا شان د دغه پوهنځي فارغان کولای شي چې د عدلي او قضائي ارګانونو برسیره په څارنوالۍ، ملي امنیت، حج او اوقافو وزارت، معارف وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، پوهنتونونو، مدارسو، لیسو، مکاتبو او نورو دولتي او غیردولتي مؤسسو کې خپلې دندې ترسره کړي.

د پوهنځي اهداف:
1-« دلوړوزده کړودقوانینواو مقرراتو سره سم دمسلکي پوهې حاصلول.
2-«دهیواد دملي پروګرامونوسره سم په ټولنه کې دذکرشوې پوهې خپرول.
3-« په علمي، عملي او نظري توګه دمحصلینو روزل.
4-« په اسلامي اوملي روحیه دمحصلینو روزل .
5-« په قانون باندې پوهه قضات ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کول.
6-«د اسلام مبارک دين اساسي مصادرو باندې پوهه حاصلول .
7-« په قرآن اوسنت باندې داغيارو داعتراضونودفاع کول .
8-«داسلام څخه صحيح پوهه اوبرداشت حاصلول .
9-«په اسلام کې زيات شوي خرافات او رواجونه پيژندل او دهغې ردول .
10«په اسلام باندې پوهه او په اسلامي فکر سمبال داعيان روزل اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *