Home / خبرونه / د نظرياتو د تبادلې يو ورځنی سمينار پای ته ورسېد

د نظرياتو د تبادلې يو ورځنی سمينار پای ته ورسېد

 

 

 

 

د الفلاح پوهنتون او هېواد د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادرونو ترمنځ د نظرياتو د تبادلې يو ورځنی سمينار د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسې په کوربه توب پای ته ورسېد.

په دغه سمينار کې د الفلاح پوهنتون د علمي شورا له غړو علمي معاون هدايت الله فطرت د ستراتېژيک پلان، تضمين کيفيت او کاريکولم پر اهميت او جوړښت د سمينار ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د انجينرۍ پوهنځي رئيس فهيم افغان د محصلانو او استادانو د پرمختګ پر لارو چارو لنډ علمي بحث وکړ.

د ريسرچ ډيپارټمنټ مسوول شمس الدين همت لخوا د څېړنې، مونوګرافونو، بحثونو او پروژو پر پروسيجر، پلان او اهميت اړين معلومات وړاندې شول.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس عبدالصبور مبارز بيا د سمينار ګډونوالو ته د کی پي ای، اپرېشن پلان او عملي مديريت په اړه بحث وکړ.

د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري دغه سمينار په اړونده برخه کې ګټور وګڼل شو او په راتلونکي کې يې د لانورو ورته علمي ناستو او پروګرامونو د شريکولو هيله وښوده.

ياد سمينار د الفلاح پوهنتون پخواني علمي معاون او د ايجاد څانګې مسوول حاکم مشفق په دعايه پای ته ورسېد.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *