Home / ٍE فعاليتونه / د لېسې دورې زده کوونکو ته له انجينري مسلک سره د پيژندنې پروګرام پيليږي

د لېسې دورې زده کوونکو ته له انجينري مسلک سره د پيژندنې پروګرام پيليږي

الفلاح پوهنتون، د لېسې دورې زده کوونکو ته، له انجنيري مسلک سره د پېژندنې او دغه مسلک ته د چمتووالي او هڅونې يو کلن پروګرام پيلوي.

نن سه شنبه د الفلاح پوهنتون د انجنيري پوهنځي رئيس انجنير فهيم افغان او د دغه پوهنتون د محصلانو چارو امر سيد فريدالدين سادات، د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست په همغږۍ، د دغه پروګرام د ښېګڼو په تړاو لومړی، د ننګرهار عالي لېسې د سرښوونکي انجنير فهيم الله سعيدي په منځګړتوب او همکارۍ د دغې تاريخي لېسې له ښاغلي مدير ملک شېر بهادر حميدي او بيا د عبدالوکيل عالي لېسې له ښاغلي مدير محمد اسماعيل نوري سره وکتل.

په دغو کتنو کې دواړو ښاغلو ياد پروګرام وستايه او د هر راز همکاريو ډاډ يې ورکړ.

د دغه پروګرام په اړه انجنير فهيم افغان وويل: چې په ګران هېواد افغانستان کې د لېسې دوره عمومي وي او تر ډېره د څانګو د مختص کېدو ستونزه ليدل کېږي. دغه يوکلن پروګرام به د لومړي ځل لپاره د الفلاح پوهنتون د انجنيري پوهنځي په نوښت جوړېږي، ترڅو زده کوونکو ته د انجنيري مسلک په اړه ځانکړې مفکوره ورکړي.

بل لور ته ښاغلی سادات هم پخپلو خبرو کې وويل: چې د ياد پروګرام په پايله کې به له انجنيري مسلک سره د لېوالو زده کوونکو ټولې پوښتنې حل شي او په دغه يو کال کې به زده کوونکو ته تقويتي مضمونونه هم تدريس شي، ترڅو په کانکور ازموينه کې د ياد مسلک تر ټاکنې وروسته، ښه وځلېږي او دغه پوهنځي ته بريالي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *