Home / J فعاليتونه / د الفلاح پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.

د الفلاح پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.

May 9 at 8:08pm/2018

نن چهارشنبه د الفلاح پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، د استاد سهيل احمد ستوري په لارښوونه، د خپلو اونيزو عملي پروګرامونو په لړ کې فرهنګي پروګرام جوړ کړ چې پکې د دغه پوهنځي يو شمېر محصلانو خپلې ليکنې، شعرونه او ترانې ولوستې.


د پروګرام په پای کې استاد سهيل احمد ستوري، د محصلانو فرهنګي فعاليتونه وستايل او له ارزونې سربېره يې د ورته پروګرامونو د لا رنګينتيا په موخه، ګټورې سپارښتنې وکړې.


د الفلاح پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، د خپلو محصلانو د علمي او فرهنګي ودې لپاره تر دې وړاندې هم، ورته عملي فرهنګي پروګرامونه، مشاعرې او غونډې جوړې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *