Home / S فعاليتونه / .د الفلاح پوهنتون، شرعياتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته نوی رئيس وروپېژندل شو

.د الفلاح پوهنتون، شرعياتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته نوی رئيس وروپېژندل شو

نن يکشنبه د شرعياتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د پوهنتون د علمي او اداري مرستيالانو په ګډون، د ياد پوهنتون د بشري سرچينو د مسوول له خوا استاد مولوي عطاالرحمن د شرعياتو پوهنځي د نوي رئيس په توګه وروپېژندل شو.

د پوهنتون علمي مرستيال هدايت الله فطرت، د پوهنځي نوي رئيس ته مبارکي ورکړه او له استادانو او کارکوونکو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې ټولو ورته د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.

د پوهنځي نوی رئيس ګډونوالو ته خپل راتلونکی پلان، اهداف او وړانديزونه وړاندې کړل چې په پای کې د پوهنځي د مرستيال په وينا ناسته پای ته ورسېده.

 د يادولو ده چې پخوا د الفلاح پوهنتون، شرعياتو پوهنځي د رياست چارې د شیخ زين العابدين صافي له خوا اداره کېدې او په وروستيو کې يې بيا سرپرستي د استاد نثاراحمد مدني په غاړه وه چې د دواړو ښاغلو له علمي او اداري هڅو هم مننه وشوه.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *