Home / علمي شورا / د علمي شورا د دندو لایحه

د علمي شورا د دندو لایحه

د الفلاح پوهنتون دعلمي سیسټم له پیل سره سم، د علمي معاونیت په چوکاټ کې علمي شورا تاسیس کړه. علمي شورا د پوهنتون په علمي چارو کې تر ټولو لویه او با صلاحیته شورا ده چې ټولې علمي چارې د همدې شورا له لارې تنظمیږي.

هدف:

د علمي شورا لوی هدف، له دې څخه اطمينان حاصلول دي چې ايا په علمي برخه کې د تدریس او زده کړې داسې غوره پالیسي او اړينې منابع او مواد شتون لري چې د محصلانو د پرمختیا لپاره په ستراتیژیک پلان کې انتخاب شويو اهدافو ته ورسېږو.

د علمي شورا مقام:

علمي شورا په الفلاح پوهنتون کې تر ټولو لویه او با صلاحیته شورا ده، نوموړې شورا د پوهنتون یوه قانوني، تشکیل شوې او چلوونکې هستي ده چې په پوهنتون کې  د تدریس، تحقیق، امتحاناتو، محصلانو او منابعو د پراختیا لپاره د معیارونو د انتخاب، کنټرول او پایښت مسوولیت لري.

د علمي شورا د مسوولیتونو او صلاحیتونو شرحه:

  1. د پوهنتون ستراتیژیک مسیر تعینول.
  2. د ټولو محصلانو د پرمختیا لپاره د علمي کړنو له اغېزمنتوب او ګټورتوب څخه اطمينان حاصلول.
  3. د علمي پروګرامونو د پرمختیا اړوند په ټولو موضوعاتو کې د پوهنتون علمي بخشونو ته د مشاور رول درلودل.
  4. له وړاندیز شويو نويو کورسونو او پروګرامونو څخه لیدنه، کنټرول او په اړه یې نظر ورکول.
  5. په کلني او سمستروار ډول د علمي پروګرامونو له کړنو څخه راپورغوښتل.
  6. الفلاح ادارې ته په علمي موضوعاتو کې د اصولو په جوړښت، اصلاح او لغوه توصیه کول.
  7. د ټولو هغو پېچلو موضوعاتو په اړه پرېکړه کول چې د پوهنتون نورې فرعي کمیټې یې په اړه مسوولیت نه لري.
  8. نورو علمي ادارو سره د علمي تړلتیا د ترلاسه کېدو، دوام او ختمېدو په اړه پرېکړه کول.
  9. ادارې ته د علمي ساختار او تشکیل په اړه پېشنهادونه کول.
  10. له نورو پوهنتونو، تعلیمي، تحقیقاتي، صنعتي، تجارتي او مسلکي ادارو سره د نږدې اړیکو جوړښت او دوام.
  11. په پوهنتون کې د امتحاناتو او ارزیابۍ لپاره د طرزالعملونو او پالیسو تايیدول.
  12. علمي کادرونو ته د علمي رتبو د ورکړې په اړه نظر ورکول.
  13. علمي بخشونو کې د ضرورت او اهمیت په نظر کې نیولو سره د مکافاتو او مجازاتو په اړه تصمیم نیول.
  14. د ستونزو له مخې د محصلانو د اخراج او علمي بخش کارمندانو د انفکاک په اړه پرېکړه کول.
  15. د ټولو هغو کارونو په اړه اجراات کول چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته په واضح حکم سپارل کېږي.
  16. علمي شورا د پوهنتون ریاست ته په ټولو اړینو موضوعاتو کې مشاورتي رول اجرا کوي، علمي شورا مسوولیت لري چې د پوهنتون ریاست ته د لومړیتوبونو او اوږد مهاله اهدافو په انتخاب کې مشوره ورکړي.
  17. د ټولو هغو مسایلو په اړه پرېکړه کول چې د لوړو زده کړو وزارت په لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو او د الفلاح په داخلي لوایحو او مقرراتو کې ورته وضاحت نه وي ورکړل شوی.
  18. د ځینو موضوعاتو د بهتره وضاحت او څیړنې لپاره له اړوندو ډیپارټمنټونو څخه د کارمندانو استیضاح کول.

د شورا اصول:

  1. علمي شورا د پوهنتون د یوې با صلاحیته او لویې شورا په نامه پېژندل کېږي چې د پوهنتون علمي چارې باید یوازې د همدې شورا له لارې تنظیم شي.
  2. علمي شورا په الفلاح پوهنتون کې هره میاشت یو ځل دایرېږي.
  3. علمي شورا د شورا په اکثریت غړو دایرېدای شي، یعنې د غړو دوه پر درېيمه برخه باید حاضر وي.
  4. علمي شورا په عاجلو مسایلو کې د پوهنتون د ریاست په غوښتنه، په میاشت کې څو ځله هم دایرېدلې شي.
  5. دعلمي شورا اجېنډا یوه اونۍ وړاندې د اړوندو ډیپارټمنټونو له لورې تر تیبېږی او د پوهنتون د دارالانشا له خوا ترې د علمي شورا لپاره اړونده اجنډاوې انتخابیږي او دوه ورځې وړاندې یې د علمي شورا غړو ته وړاندې کوي.
  6. د علمي شورا په اجېنډا کې ټول هغه مسایل شاملېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو او د الفلاح په داخلي لوایحو او مقرراتو کې ورته وضاحت نه وي ورکړل شوی.
  7. د هرې علمي شورا له پیلېدو وړاندې د تېرې شورا د پرېکړو د عملي کېدو راپور د علمي شورا د لومړۍ اجېنډا په توګه تعین دی.

د شورا غړي:

د پوهنتون رئیس د دې شورا د رئیس په توګه، علمي معاون د شورا د معاون په توګه، د نشراتو د ډیپارټمنټ مشر د دې شورا د منشي په توګه، مالي مرستیال، د پوهنځیو رئیسان، تضمین کیفیت، محصلانو مدیریت او د ازموینې کمیټې مسوولین د غړو په توګه د دې شورا دایمي غړي دي.

د شورا د رئیس مسؤلیتونه:

  1. د شورا مؤثره رهبري.
  2. د مجلس بهتره اداره کول او له دې څخه ځان مطمينه کول چې د شورا غړي یو له بل سره د ورورولۍ په فضا کې کار کوي.
  3. د شورا غړو ته مناسب ټرېننګ او پرمختیا ورکول.
  4. د شورا د غړو له کړنو څخه ارزیابي کول.
  5. اطمینان حاصلول چې شورا د مهالوېش مطابق دايرېږي.
  6. اطمینان حاصلول چې د شورا پرېکړې اړوند، مسلکي او قانوني دي.
  7. د شورا مشر مسوولیت لري چې نوي غړي د وضعه شوي پروسیجر له لارې انتخاب کړي.
  8. د شورا مشر مسؤلیت لري چې په ځینو پرېکړو کې د نظرونو او رایو د اکثریت پر اساس پرېکړه وکړي.
  9. د شورا مشر مسوولیت لري چې په حساسو او اړینو موضوعاتو کې عاجل مجالس دایر کړي.

د شورا د غړو مسوولیتونه:

  1. د علمي شورا غړي د تل لپاره په بې طرفانه، صادقانه او واقعي ډول د پوهنتون په ګټه عمل کوي.
  2. د علمي شورا غړي محصلانو او ټولنې ته مسوولیت لري، نو دوی کولای شي چې له محصلانو، کارمندانو او ټولنې سره د پوهنتون په خوا ازادانه او مسوولانه ډول معامله وکړي.
  3. د شورا غړي باید د وزارت او پوهنتون له اصولو او خپلو مسوولیتونو څخه خبر وي.
  4. د شورا غړي باید د مجلس راز او د پوهنتون محرمانه موضوعات او اسناد افشا نه کړي.
  5. د شورا غړي د رسنيو لپاره له پوهنتون څخه د نماینده ګۍ حقوق، د پوهنتون د ریاست مقام له تايید وروسته لري.
  6. د شورا غړي په مجلس کې په ازادانه ډول د نظر ورکولو حق لري.

د علمي شورا د دندو پورتنۍ لایحه، د علمي شورا د غړو په موافقه تايید او د اجرا وړ ده.

ډاکټر معشوق سادات

د الفلاح پوهنتون رئیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *