Home / خبرونه / د الفلاح پوهنتون، تضمين کيفيت ادارې د اعتبار اخيستنې د دويمې دورې په اړه سمينار وړاندې کړ.

د الفلاح پوهنتون، تضمين کيفيت ادارې د اعتبار اخيستنې د دويمې دورې په اړه سمينار وړاندې کړ.

د دوشنبې په ورځ د الفلاح پوهنتون تضمين کيفيت ادارې د اعتبار اخيستنې د دويمې دورې په اړه سمينار، د پوهنتون په مجلس خونه کې وړاندې کړ چې د پوهنتون د علمي مرستيال ښاغلي هدايت الله فطرت په ګډون، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او د څانګو او ادارو مسوولينو پکې برخه درلوده.

په دغه سمينار کې د تضمين کيفيت ادارې مشر ښاغلي ناصرخان جمال د ځان ارزونې نوي معيارونه او ضمايم تشرېح کړل.

په پای کې د علمي مرستيال ښاغلي هدايت الله فطرت له خوا ياد سمينار ګټور ارزيابي شو او له مسوولينو، د يادو معيارونو د پوره کېدو غوښتنه وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *