Home / L سيمينارونه او ورکشاپونه / د الفلاح پوهنتون، حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادانو ته د جزايي کوډ په اړه علمي سمينار وړاندې شو.

د الفلاح پوهنتون، حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادانو ته د جزايي کوډ په اړه علمي سمينار وړاندې شو.

نن چهارشنبه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادانو ته، د استاد سميع الله خوږياڼي له خوا د جزايي کوډ پېژندنې او تحليل تر سرليک لاندې علمي سمينار د پوهنتون په مجلس خونه کې جوړ شو چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ډېری استادانو پکې برخه درلوده.

په دې سمينار کې له تېر جزايي قانون سره د نوي جزايي کوډ توپيرونه، د جزايي کوډ د موادو تحليل، نوې جزاګانې، په جزايي کوډ کې نوي رامنځته شوي جرمونه او د ځينو موادو تحليل ترسره شو.

د يادولو ده چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادانو تر دې وړاندې هم د خپلو معنوي پانګو د لاغني کېدو په موخه، ورته علمي سمينارونه جوړ او وړاندې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *