Home / خبرونه / د دولتي ديپلومونو د وېش پرانيسته وشوه.

د دولتي ديپلومونو د وېش پرانيسته وشوه.

د چهارشنبې ورځ په الفلاح پوهنتون کې د دولتي ديپلومونو د وېش پرانيسته وشوه چې پر يو شمېر فارغانو په نمونوي ډول ديپلومونه وويشل شول.


د الفلاح پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات د دييلوم مستحقينو ته مبارکي ورکړه او له خپلو هغو فارغانو يې، چې په بېلابېلو اداراتو کې دندې لري، غوښتنه وکړه، ترڅو په خپلو چارو کې له ايماندرۍ، صداقت او اصلاحاتو څخه کار واخلي.


دې پرانيست غونډې ته د دولتي او خصوصي ادارو يو شمېر مسوولين هم رابلل شوي وو چې پر فارغانو يې ديپلومونه وويشل.


د يادونې ده، الفلاح پوهنتون په ننګرهار کې لومړنی خصوصي پوهنتون دی چې خپلو مستحقو فارغانو ته د دولتي ديپلومونو د وېش لړۍ پيل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *