Home / خبرونه / د کانکور ازموينې په شرايطو د برابر کسانو د پام وړ!

د کانکور ازموينې په شرايطو د برابر کسانو د پام وړ!

الفلاح پوهنتون د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو هغو فارغانو ته، چې غواړي په راتلونکې کانکور ازموينه کې ګډون وکړي، خبر ورکوي، ترڅو لاندې مواردو ته پام وکړي.

– د ۱۲ ټولګيو هغه فارغان چې په دولتي کانکور کې خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي، په الفلاح پوهنتون کې پرته له کانکور ازموينې نومليکنه کولای شي.

–  د ديني مدرسو او دارالمعلمينو ۱۴ پاسان، په پنځم سمسټر کې تر کانکور ازموينې وروسته جذبېږي.

– د اقتصاد او انجنيری مسلک ۱۴ پاسان، په يو کال تنزيل تر کانکور ازموينې وروسته په دويم ټولګي کې جذبېږي.

د لوړو زده کړو واجد شرايط کسان کولای شي، د لاندې پنځه ګونو پوهنځيو لپاره د کانکور ازموينې نومليکنه وکړي:

۱ – حقوق او سياسي علومو پوهنځی: ( ديپلوماسۍ او څارنوالۍ څانګې)

۲ – اقتصاد پوهنځی: ( Finance او د بشري منابعو مديريت څانګې)

۳ – انجينري پوهنځی: ( ساختماني انجنيري)

۴ – شرعيات او قانون پوهنځی: ( فقه او قانون او تعليمات اسلامي څانګې)

۵ – ژورنالېزم پوهنځی: (عمومي)

د الفلاح پوهنتون کانکور ازموينه د روان کال د سنبلې مياشتې په ۸ مه نېټه اخيستل کېږي. د کانکور ازموينې نومليکنه، تر کانکور ازموينې پورې روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *