Home / خبرونه / د خزاني سمسټر لپاره د کانکور پنځلسم دور ازموينه واخيستل شوه.

د خزاني سمسټر لپاره د کانکور پنځلسم دور ازموينه واخيستل شوه.

نن پنجشنبه الفلاح پوهنتون د خپل خزاني سمسټر لپاره له دولسمو او څوارلسمو ټولګيو فارغانو څخه د کانکور ازموينه واخيسته.


د ازموينې کمېټې مسوول فريدالله فضلي وويل: د کانکور ازموينې په دغو ګډونوالو کې د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو ښځينه او نارينه فارغان شامل وو چې د الفلاح پوهنتون اقتصاد، حقوق او سياسي علوم، شرعيات او قانون، انجنيري او ژورنالېزم پوهنځي لپاره يې ازموينه ورکړه.


دغه ازموينه د لوړوزده کړو وزارت د هئيت پر وړاندې رسما پيل او د پارچو صندوق په پرانيستلو سره د ازموينې پوښتنې وويشل شوې.


د لوړو زده کړو وزارت هئيت د ازموينې له صحنو ليدنه وکړه او له ډاډمن کېدو وروسته يې د ګډونوالو محصلانو نوملړ لاسليک کړ.


د يادې کانکور ازموينې پايلې به د راتلونکې دوشنبې ورځ، د سنبلې مياشت په ۱۲ مه نېټه اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *