Home / S سيمينارونه او ورکشاپونه / د پوهنتون د ستراتېژيکو اهدافو په اړه محصلانو ته سمينار وړاندې شو.

د پوهنتون د ستراتېژيکو اهدافو په اړه محصلانو ته سمينار وړاندې شو.

د الفلاح پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي عطاالرحمن فاروق له خوا محصلانو ته د پوهنتون د ستراتېژيکو اهدافو په اړه سمينار وړاندې شو، چې پکې د دغه پوهنځي له محصلانو سربېره، يو شمېر استادانو هم برخه درلوده.


په دغه سمينار کې د پوهنتون د ستراتېژيکو اهدافو په اړه د عامه اګاهۍ په موخه، کافي معلومات وړاندې شو.
بل لور ته په يوه ځانګړې غونډه کې د ياد پوهنځي له اتم سمسټر څخه نويو فارغېدونکو محصلانو ته د روښانه راتلونکي په اړه ګټورې سپارښتنې وشوې او په راتلونکو دندو او کارونو کې ترې د رښتينولۍ او ايماندارۍ غوښتنه وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *