Home / E سيمينارونه او ورکشاپونه / د انجنيری پوهنځي اوومې دورې فارغېدونکو محصلانو له خپلو ترسره کړيو پروژو دفاع وکړه.

د انجنيری پوهنځي اوومې دورې فارغېدونکو محصلانو له خپلو ترسره کړيو پروژو دفاع وکړه.

د سه شنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون د انجنيری پوهنځي اوومې دورې سهار شفټ فارغېدونکو محصلانو، په پنځو ډلو کې له خپلو ترسره کړيو پروژو، د ژوري هئيت پر وړاندې دفاع وکړه.


دغه دفاع غونډه د سهار په نهو بجو د الفلاح پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د يادو فارغېدونکو محصلانو پروژې هم د ژوري هئيت له خوا و ارزول شوې.


په ياده دفاع غونډه کې د پوهنتون د علمي مرستيال هدايت الله فطرت په ګډون، د پوهنځيو او څانګو مسوولينو هم برخه درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *