Home / خبرونه / متفرقه کانکور ازموينه واخيستل شوه.

متفرقه کانکور ازموينه واخيستل شوه.

د جمعې په ورځ د الفلاح پوهنتون د ازموينې کمېټې، له دولسمو او څوارلسمو ټولګيو فارغانو څخه د متفرقه کانکور ازموينه واخيسته.

د ازموينې کمېټې د مسوولينو په وينا، د متفرقه کانکور تر دغې ازموينې وروسته به د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو په شرايطو برابر فارغان، د پوهنتون پنځو پوهنځيو (حقوق او سياسي علوم، شرعيات، ژورنالېزم، اقتصاد او انجنيری) ته جذب شي.

د يادو مسوولينو په وينا، د متفرقه کانکور ازموينې پايلې به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ چې د سنبلې مياشتې له ۲۶ مې نېټې سره برابره ده، اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *