Home / طرزالعملونه او پاليسي / په لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو کې د تبعیض، جنسي ځورونې پالیسي

په لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو کې د تبعیض، جنسي ځورونې پالیسي

د افغانستان اسلامي جموریت

لوړو زده کړو وزارت

علمي معینیت

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو ریاست

الفلاح پوهنتون

په لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونوکې د تبعیض، جنسي ځورونې پالیسي

 

فهرست

مقدمه …………………………………………………………………………………………………۳

1اهداف …………………………………………………………………………………………………..۵

2 اسلام مقدس دین او د افغانستان اساسي قانون له نظره جنسي ځورونې ……………………………..۵

3 تعریفونه …………………………………………………………………….………………………….۷

  • تبعیض …………………………………………………………………………………………..۷
  • جسمي ځورونې …………………………………………………………………………………۷
  • لفظی ځورونې …………………………………………………………………………………..۸
  • اشاروي ځورونې ……………………………………………………………………………….۸
  • جنسیتي تبعیض………………………………………………………………………………….۹

4  مسؤلیتونه ………………………………………………………………………………………..۹

  • د لوړوده کړو وزارت ……………………………………………………………………………۹
  • د لوړو زده کړومؤسسې او پوهنتونونه…………………………………………………………۱۰
  • جندر آمریت …………………………………………………………………………………….۱۱
  • دشکایتونو کمیټه ……………………………………………………………………………….۱۱

5  بې اساسه تور پورې کول……………………………………………………………………………..۱۲

6   د تبعیض او جنسي ځورونې له واقع کیدو څخه مخکې لازم تدابیر………………………………….۱۲

  • له جنسي ځورونې څخه مخکې قانوني تدابیر………………………………………………….۱۲
  • د جنسي ځورونې په دوارن کې اصلاحي تدابیر ………………………………………………..۱۳
  • د جنسي ځورنې له واقع کېدو څخه وروسته حقوقي او قانوني تدابیر………………………….۱۳

7   ظرفیت جوړونه ……………………………………………………………………………………..۱۴

  څېړنه، نظارت او ارزونه …………………………………………………………………………..۱۴

 

مقدمه

یو له هغو ټولنیزو مشکلاتو څخه چې په افغانستان کې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، جنسي ځورونه ده چې په تحصيلي مؤسساتو کې هم تر سترګو کېږي.

د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول، د لوړو زده کړو وزارت له ستراتیژیکو اهدافو څخه ده چې د زده کړې ترڅنګ ملي اخلاق او اکاډمیکو ارزښتونو ته په کتو سره د ورځنیو تحصيلي فعالیتونو پر مهال متقابل احترام او له یو بل سره نېکو اړیکو په درلودلو، په پوهنتوني ضوابطو او ډسپلین باندې ولاړ دی.

د کابل پوهنتون د جنډر مطالعاتو انسټیټيوټ په ۱۳۸۹ ل ل کال په بېلابېلو پوهنتونونو کې د جنسي ځورونې په هکله یوه څېړنه ترسره کړه. څېړنې وښودله چې جنسي ځورونې په دولتي پوهنتونونو کې یو جدي ننګونه ده.

په څېړنه کې له ۳۰۰ ښځینه محصلانو سره مرکه وښودله چې ۵۵ سلنه یې په یو ډول نه، یو ډول له جنسي ځورونې سره مخامخ شوې وه. ۴۵ سلنه یې د ژبنۍ جنسي ځورونې ښکار ګرځېدلې او۴۳ سلنه يې له جنسي تبعیض سره مخامخ شوې وه. ۱۹،۸ سلنه نارینه هم له بدو الفاظو سره مخامخ شوي وو.

جنسي تبعیض او ځورونه هغه موارد دي چې اسلامي ازښتونه او اساسي قانون تر پښو لاندې کوي. لوړوزده کړو وزارت او پوهنتونونه په خپله برخه کې ژمن دي، ترڅو دمحصلانو، کارمندانو، علمي کادرونو اومراجعینو ترمنځ د متقابل احترام پر اساس د علمي او تحصیلي فعالیتونو با اعتماده او ډاډمن چاپېریال برابر کړي.

پر همدې بنسټ، د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد ټول تحصیلي نهادونه هڅه کوي چې په خپلو اړوندو برخو کې د هر ډول تبعیض( جنسي، قومي، ملیتي، مذهبي، معلولیت، مدني حال او تقاعد پر اساس صورت نیسي، مخنیوی وکړي).

دا پاليسي په لوړو زده کړو وزارت او اړوندو تحصيلي مؤسسو، پوهنتونونو، خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې او پوهنتونونو کې د  ټولو کارمندانو، محصلانو( پارټ ټایم او فول ټایم استادانو، مدیرانو او مراجعینو له هرډول  تبعیض څخه جنسي ځورونې پا ک او ډاډمن چاپېریال په هکله د دې وزارت ژمنې جوتوي.

اهداف:

  • له انساني حقوقو څخه حمایت او انساني کرامت څخه حفاظت کول.
  • له جنسي ځورونې څخه مخنیوی.
  • د هغو ښځو پلوي او حمایت کول، چې له جنسي ځورونې څخه کړېږي.
  • د جنسي ځورونې د مخنیوي په هکله، د عامه پوهاوي په لاره اچول.

۲-  د اسلام او افغانستان اساسي قانون له نظره ځورونه

ټول افغانان مساوي حقونه لري او د اسلام له نظره باید ورسره ښه چلند وشي. د اسلام مقدس دین د عدالت دین دی او د جنډر نهایي موخه هم عدالت ده.

د افغانستان اساسي قانون د ۲۲ مادې د حکم پر اساس، د افغانستان اوسېدونکو تر منځ هر ډول تبيعض او امتیاز غوښتنه منع دی. د افغانستان ښځې او نارینه د قانون پر وړاندې یوشان  حقونه او یوشان مسؤلیتونه لري.

د اسلام مقدس دین هر ډول تبيعض چې جنس، عمر، قوم، توکم، رنګ، دین، معلولیت، سیاسي لید لوری او ټولنیز حال ردوي او همدارنګه د اسلام له نظره په ټولنه کې ښځه او نارینه یوشان حقونه لري او ټینګار کوي چې ښځې او نارینه باید یو بل سره ښه او شرافتمندانه چلند ولري او دواړه دې له یو شان حقونو څخه برخمن وي.

په دې هکله په قرآن کریم کې الله (ج) داسې فرمایي: ای خلکو ما تاسو ښځینه او نارینه پیدا کړي یاست او په قبیله او ملیت مې ویشلي یاست، تر څو یو بل وپیژنئ. بېشکه چې ستاسو څخه هغه کس راته نږدې دی چې متقي دی. بېشکه الله (ج) له ټولوشیانو خبر دی.( الحجرات  آیه ۱۳).

ښځې د اسلامي تاریخ له پیل څخه په ټولنیزو چارو کې مهمه ونډه لرله. لومړنۍ ښځه چې د اسلام مقدس دین يې ومانه، حضرت بي بي خدیجه د پیغمبر(ص) مېرمن وه. لومړی کس چې د اسلام په لاره کې شهیده شوه یوه ښځه وه( سمیه د یاسر مېرمن ). الله (ج) په قرآن کریم کې فرمایی: مؤمنې ښځې او مؤمن نارینه سره دوستان او یو بل سره مرسته کوي، نهي عن المنکر او امر باالمعروف کوي، لمونځ کوي، ذکاة ورکوي او د الله تعالی او پیغمبر اطاعت کوي بیشکه الله (ج) غالب او حکیم دی. ( سورة توبه آیه ۷۱)

الله تعالی ښځو او نارینه و ته حکم کړی، ترڅو په ټولنه کې مسوولیت منونکي واوسي. په اسلام کې ښځو ته اجازه او حتی حکم ورته شوی، ترڅو په ټولنیزو چارو کې ونډه واخلي. د دې کار د ترسره کولو لپاره یو ډاډمن او پر امن چاپېریال چې له هر ډول جنسي او نورو ځورونو څخه پاک وي؛ اړتیا لیدل کېږي.

جنسي ځورونه په اسلام کې منع ده، حتی نادره پدیده ده او غیر منصفانه ده. الله تعالی په قرآن کریم کې موږ ته رښتينولي، عدل، احسان، دوستانو سره نېکي او هدایت کړی او له فحشاو او منکراتو څخه منع کړي یو.

د اساسي قانون ۱۱ مادې پر اساس هم ټول افغانان مساوي حقونه لري او د هغو د حقوقو د حفاظت تسجیل کوي.

۳ – تعریفات:

تبعیض

تبعیض له غیرعادلانه، غیر منصفانه ناسم چلند او یا قصداً چاته زیان رسولو څخه عبارت دی چې له یو چاسره د توکم، قبیلې، ژبې، رنګ، معلولیت یا عمر پر اساس صورت نیسي.

جسمي ځورونه

هغه کړنې چې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د یو شخص د جسمي ځورېدنې او آزار او اذیت سبب ګرځي، عبارت دي له:

  • د جنسي فعالیت ترسرکولو په موخه چاته فشار ورکول.
  • فزیکي اړیکي لکه: لمس کول، په غېږ کې نیول، د لارې نیول او په لاس باندې ګوزار کول.

لفظي ځورونې

عبارت دي له:

  • يو چا ته ناوړه الفاظ کارول.
  • په مکرر ډول، واده کولو وړاندیز او د نه منلو په صورت کې له تهدید څخه کار اخیستل.
  • د ټوکو ټکالو په واسطه توهین کول او حساسو جنسي پوښتنو مطرح کول.
  • د شخص د جامو، شخصي کړنو او ظاهري بڼې په هکله د ګستاخانه او بې ادبانه نظریاتو وړاندې کول.
  • د یو شخص د نوم ناسم تلفظ.
  • مکرره او بې ځایه تیليفوني اړیکې.
  • په غیر ضروري وختونو او بې مورده، د محصلانو رابلل دفترونو او له پوهنتون څخه بهر.
  • د جنسي شایعاتو خپرول.
  • د یوه شخص د کورني ژوند او یا ظاهري خصوصیاتو په هکله د شایعاتو خپرول.

غیر کلامي ځورونې

  • د غیر اخلاقي جنسي حساسیت پارونکو مجلو لیدل او یا پوسترونو لګول.
  • د یو شخص د بدن غړي ته په ځیر سره کتل.
  • شپېلۍ یا سترګک وهل.
  • د کتبي لیک او یا برېښنالیک لیږل.
  • د شخص له اجازې پرته، د هغه عکس اخیستل.
  • د یو شخص عکسونو او یا فلمونو خپرول.
  • په صنف او یا ډیپارتمنت کې ناسم او نامناسب حرکتونو ترسره کول او یا کښېناستل.

جنسیتي تبعیض:

  • د تحصیلي بورسونو، علمي سفرونو، علمي ترفیعاتو او نورو فرصتونو د وړاندې کولو په وخت کې جنسیت ته ترجیح ورکول عبارت دی له جنسیتي تبعیض څخه.
  • د مثال په ډول: د استخدام په وخت کې د یو ښځینه پرځای د یوه نارینه مقررول. پر دې دلیل چې ښځینه د خپلو ماشومانو او نورو کورنیو مشکلاتو لپاره ډېرې رخصتۍ ته اړتیا لري.

۴- مسوولیتونه:

الف – لوړو زده کړو وزارت:

د تبعیض او جنسي ځورونې د پاليسۍ له تطبیق څخه نظارت او څارنه، ددې پالیسۍ په رڼا کې د موجوده نظم او ډسپلین په پالیسۍ او لایحه کې د تغیيراتو راوستل، د لوړو زده کړو وزارت له دندو څخه دی.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت دنده لري چې له تحصيلي مؤسساتو او پوهنتونونو څخه د یادې پاليسۍ د پلي کېدو په هکله له شويو ژمنو په منظمه توګه، د راپور په بڼه مستند ډاډ حاصل کړي.

ب- پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو علمي کادرونه لوړ مقامات او کارمندان مکلف دي،  تر څو د تبعیض او جنسي ځورونې له پالیسۍ څخه ملاتړ او له پلي کیدو څخه يې کلک نظارت او څارنه وکړي.

د دې پالیسۍ ټولې ژمنې د پوهنتونونو ټولو کارمندانو، محصلینو علمي کادرونو ترمنځ د اجرا وړ ده. کله چې دوی د دې پالیسۍ خلاف کومې کړنې سره مخامخ کیږي او یا یې تر سترګو کیږي، باید ژر تر ژره اړوندو مراجعو لکه: د دیپارتمنت آمر، د پوهنځیو رئیسانو ته باید خبر ورکړي، ترڅو د پوهنتون په اداره او یا تحصیلي مؤسسه کې د یو مصؤون او امن چاپیریال په جوړولو کې یې لازمه مرسته کړې وي.

ج. د جنډر آمریت:

د جنډر آمر باید د پوهنتون کارمند وي، د تبعیض او جنسي ځورونې په هکله معلومات راټول کړي او له طی مراحلو څخه وروسته اړوندو مراجعو ته خپل د کړنو راپور وړاندې کړي.

او هغو څخه د لازم تصمیم نيولو(مشورتي، تادیبي او قانوني) غوښتنه وکړي او د عملي کولو لپاره یې د اړوندو مسوولینو ملاتړ ترلاسه کړي.

د جنډر مسوول باید د تبعیض او جنسې ځورونې پاليسۍ د پوهاوي په هکله برنامې ترتیب کړي.

د – د شکایتونو کمېټه:

د لوړو زده کړو وزارت دنده لري، ترڅو د وزارت او پوهنتونونو په کچه د شکایاتو کمېټې تشکیل کړي، ترڅو هره کمېټه باید شپږغړي ولري چې په کې د محصلینو نماینده او استادان شامل وي. کمېټه دنده لري چې د مشکلاتو د ثبت او تعقیبولو لپاره په پوهنتونونو او مؤسساتو کې د تبعیض او جنسي ځورونې پېښو په پام کې نیولو سره یو شفاف طرزالعمل ترتیب کړي.

یاده کمېـټه د پوهنتونونو جنډر مسوول سره په همغږۍ د تبعیض او جنسي ځورونې پېښې  څېړي او وروسته خپل رسمي او هراړخیر راپور چې د متضرر شخص شکایتونه او د تورن شخص او شاهدانو نظرونه پکې شامل وي، د اړوند پوهنتون ریاست ته سپاري.

۵- بې اساسه تور:

د تبعیض او جنسي ځورونې ځیني تورونه بې بنیاده او په هکله یې کوم ثبوت موجود نه وي چې دا کار د دې سبب ګرځي چې پېښې ثبت نشي او هیڅ راپور په دې هکله ونه لیکل شي.

د دې مشکل د مخنیوي لپاره پکار ده چې متضرر شخص خپل شکایت د جنډر برخې آمریت ته راجع کړي. هر بې بنیاده تور به د قوانینو په رڼا کې وڅېړل شي.

۶-  د تبعیض او جنسي ځورونې د بېلابېلو پړاونو لپاره د لازمو تدابیرو نیول.

۱ – وقایوي تدابیر ( د جنسي ځورونې له واقع کېدو څخه مخکې )

  • د ښځینه و او نارینه و لپاره د پوهننتونونو په درسي کریکولم او له کریکولم څخه د باندې فعالیتونو کې د جنسي ځورونو او تبعیض په هکله د بحثونو او موضوعاتو ځای پرځای کول.
  • په لوړوزده کړو وزارت، پوهنتونونو او نورو تحصيلي مؤسساتو کې د جنسي ځورونې او تبعیض د مخنیوي او پر وړاندې يې له مسوولانه او جدي برخورد څخه ملاتړ.
  • د دولتي، غیر دولتي، مدني ټولنو، دیني عالمانو او رسنیو ترمینځ همکارۍ او همغږۍ ته پراختیا ورکول.
  • د استادانو، محصلانو او کارمندانو تر منځ د متقابل احترام او سالمو روابطو په هکله د پوهاوي او روزنیزو برنامو ایجاد او پراختيا ورکول.
  • د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د غندنې او د نارینه و او ښځینه و انساني کرامت ته د درناوي فرهنګ په رواجولو او پراختیا په برخه کې د رسنیو ونډه.

۱ – ( د جنسي ځورنې په دوران کې د اصلاحي تدابیرو نیول)

  • د تبعیض او جنسي ځورونې په هکله د شکایتونو د څېړلو لپاره د یو عملي میکانیزم جوړول.
  • د جنسي ځورونې د مخنیوي په هکله د باکیفیته او عاجلو مشورتي خدماتو وړاندې کول.
  • د جنسي ځورونې د پرمختګ د مخنیوي لپاره د تادیبي او مشورتي خدماتو وړاندې کول.

۳ – حقوقي تدابیر

  • حقوقي خدماتو ته د لاسرسي په هکله د ډاډ ترلاسه کول.
  • عدالت ته د لاس رسي لپاره ملاتړ
  • په لوړو زده کړو وزارت کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او جنسي ځورونې په هکله د پالیسي جوړونکو ادارو د ميکانیزمونو پیاوړي کول.

۷-  ظرفیت جوړونه:

  • د جنسیت د برابروالي او رواني روغتیا لپاره د ( لېسانس او ماسټري ) تحصیلي برنامو په لاره اچول.
  • د تبعیض او د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره اصولو او ارزښتونو ته د پاملرنې په موخه، د پالیسي جوړونکو ادارو تقویت او ملاتړ.
  • د تدیس له میتود څخه په استفادې، د محصلینو د اکاډمیکو، ټولنیزو او فردي سلوک په کریکولم کې د تغيیر په راوستلو سره له تحصیلي بنسټونو او مؤسسو څخه ملاتړ او د هغوی پياوړي کول.

۸-  څېړنه، څارنه او ارزونه:

د تبعیض او ښځو پر وړاندې د ځورونې مخنیوي پاليسۍ له عملي کېدو څخه به په دوامداره توګه څارنه او ارزونه صورت نیسي.

د تبعیض او د ښځو جنسي ځورونې پر وړاندې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونونو د شکایاتو کمېټې، د یادو فعاليتونو او کړنو د څارنې مسوولیت لري.

د لوړو زده کړو وزارت په دوراني توګه،  له لاندې کړنلارو څخه په ګټې اخیستنې سره د شکایاتو د کمېټو له کړنو څخه څارنه کوي:

  • د جنډر آمریت له ټولو شکایتونو کمېټو سره ربع وار او کلني مجلسونو دایرول.
  • د کړنو او لاسته راوړنو میاشتني، ربع وار او کلني راپورونو وړاندې کول.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *