Home / E سيمينارونه او ورکشاپونه / د انجنيرۍ پوهنځي محصلانو ته د سړک ډيزاين او ساختمان لارښود په اړه سمينارونه وړاندې شول.

د انجنيرۍ پوهنځي محصلانو ته د سړک ډيزاين او ساختمان لارښود په اړه سمينارونه وړاندې شول.

نن سه شنبه د انجنيرۍ پوهنځي د اتمې دورې د سهار او ماښام شفټ ګروپ محصلانو ته، د استاد محمد يعقوب تسل له خوا د سړک ډيزاين پروژې لارښود سمينار وړاندې شو. په دغه سمينار کې پر لاندې موضوعاتو بحث وشو:
 د سرک پروژې لپاره منابع
 د هندسي عناصرو ډيزاين
 د موادو د مکس ډيزاين
 د سرک د طبقاتو ډيزاين
 د ساختمانونو ډيزاين
 د سرک سروې


بل لور ته د دوشنبې په ورځ د ياد پوهنځي د اوومې دورې د سهار او ماښام شفټ محصلانو ته د استاد سمسور پسرلي له خوا د ساختمان پروژې لارښود سمينار وړاندې شو چې پکې پر لاندې موضوعاتو رڼا واچول شوه:


 د تعمير نقشه
 عمومي پلان
 ساحوي پلان
 د ودانۍ پلانونه
 د ودانۍ نماءګانې
 د ودانۍقطعې
 د ودانۍ درې ليد (3D)
د انجنيرۍ پوهنځي د مسوولينو په وينا د يادو سمينارونو په پای کې د استادانو له خوا د محصلانو پوښتنې هم ځواب شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *