Home / J فعاليتونه / د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، نويو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ونيوه.

د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، نويو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ونيوه.

نن چهارشنبه د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، د خپلو تېرو اونيزو عملي پروګرامونو په لړ کې دا ځل د دغه پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د ياد پوهنځي د رئيس په ګډون، پخوانيو او نويو محصلانو برخه درلوده.


په دغه پروګرام کې پخوانيو محصلانو د خپلو ليکنو له لوستو سربېره، نويو محصلانو ته د نوي تحصيلي چاپېريال په اړه معلومات وړاندې کړل او ټولو محصلانو په تحصيلي ‌‌ډګر کې له يو بل سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.


د يادونې ده چې د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټه، د هرې اونۍ په پای کې ورته عملي پروګرامونه جوړوي چې دا ځل يې د نوي سمسټر لومړنۍ غونډه، نويو محصلانو ته د ښه راغلاست لپاره ځانګړې شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *