Home / S فعاليتونه / الفلاح پوهنتون د څوارلسم دور سکالرشپ غونډه او د عربي ژبې د یوکلنې دیپلومې پرانېسته وکړه

الفلاح پوهنتون د څوارلسم دور سکالرشپ غونډه او د عربي ژبې د یوکلنې دیپلومې پرانېسته وکړه

د پوهنتون په کچه د لومړي، دویم او درېیم مقام اخیستونکو، د پوهنځیو عمومي اولنمره ګانو او د ټولګیو لومړي مقام اخیستونکو ته سکالرشپونه ورکړل شول او د تېرو دوه دورو، هغه دوه تنو فارغانو ته چې په خپله څلور کلنه تحصیلي دوره کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او ممتاز پاتې شوي وو، د سروزرو مډالونه ورکړل او هغه درېیو تنو محصلانو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول، چې علمي لاسته راوړنې یې لرلې.


د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکټر سید معشوق سادات ممتازو محصلانو او کورنیو ته یې مبارکي وویله او د الفلاح پوهنتون سکالرشپ غونډه یې د محصلانو ترمنځ د سالم رقابت لپاره ښه زمینه وګڼله!


همدار راز په دې غونډه کې د عربي ژبې د زده کړې د یوکلنې ديپلومې پرانېسته هم وشوه، چې دپرانېستې په وینا کې یې د شرعیاتو پوهنځي رئیس استاد عطاءالرحمن فاروق د عربي ژبې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د عربي ژبې زده کړه یې په ټولیزه توګه د ټولو محصلانو لپاره او په ځانګړې توګه د شرعیاتو پوهنځي محصلانو ته اړینه وبلله!


الفلاح پوهنتون په هرسمستر کې خپلو ممتازو محصلانو ته سکالرشپونه ورکوي، چې دا ځل هم نږدې سلو تنو ته ورکړل شول.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *