Home / L فعاليتونه / د الفلاح او ننګرهار پوهنتونونو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو ترمنځ دوه اړخيز هوکړه ليک لاسليک شو.

د الفلاح او ننګرهار پوهنتونونو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو ترمنځ دوه اړخيز هوکړه ليک لاسليک شو.

دغه دوه اړخيز هوکړه ليک د چهارشنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون حقوقو او سياسي علومو او د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به يې د يادو پوهنتونونو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادان د علمي سمينارونو، ورکشاپونو او ټرېننګونو په برخه کې يو له بل سره همکاري کوي.


د ياد هوکړه ليک پراساس، د دواړو پوهنځيو محصلان د ګډو عملي کارونو د ترسراوي سربېره، د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي او د الفلاح پوهنتون له کتابتون او هم د دواړو ادارو له منابعو څخه استفاده کولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *